پاکستان کې د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ اوربند نافذ شو

د تحریک طالبان پاکستان ډلې یو شمېر وسله‌وال جنګیالي

په پاکستان کې د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان د ډلې ترمنځ د یوې میاشتې په مخه اوربند سر له نن دوشنبې څخه نافذ شوی.

د پاکستان د حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر فواد چودري پرون یکشنبه په یوه غږیز پیغام کې د دغه اوربند په اړه وویل: "د شوې هوکړې له مخې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت ترمنځ په بشپړ ډزبندیز سلا شوې ده. خبرې اترې به د پاکستان د اساسي قانون او قانون په چوکاټ کې کېږي او په‌کې به د هېواد د ملي حاکميت، د خاورې د سلامتیا، د اړوندو سيمو امنيت، ټولنيزه او اقتصادي پیاوړتيا په پام کې نيول کېږي."

نوموړي وويل چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په دې خبرو اترو کې رول لوبولی دی.

د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ښاغلي چودري زیاته کړه چې دغه اوربند به وغځېږي که په خبرو کې پرمختګ وشي.

د پاکستان حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر فواد چودري

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په یوه بیان کې تأیید کړه چې دغه اوربند به د یوې میاشتې په مخه د ډسمبر تر نهمې نېټې پورې دوام ولري او په دې موده کې به دواړه لوري یوه کمېټه جوړوي چې خبرو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې دواړه لوري به د اوربند درناوی وکړي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د تحریک طالبان پاکستان ډلې خپلو وسله‌والو ته امر کړی چې د ډسمبر تر نهمې نېټې پورې حملې ودروي.

د راپور له مخې تحریک طالبان پاکستان له افغان طالبانو څخه چې اوس په افغانستان کې واک ته رسېدلې جلا یوه ډله ده، خو ډېر ځلې دواړه له یو بل سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن شوي دي.

دغه پرمختګ څه باندې یوه میاشت وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي و چې حکومت‌یې له پاکستاني طالبانو سره خبرې کړي چې په دې هېواد کې د نږدې یوې نیمې لسیزې کړکېچ پای ته ورسوي.

د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر وسله‌وال جنګیالي

د تحریک طالبان پاکستان سخت‌دریځه ډله په ۲۰۰۷ م کال تأسیس شوې او په تېرو ۱۴ کلونو کې د دې ډلې له‌خوا په ترسره شویو حملو کې په زرګونه کسان وژل شوي دي.

دا ډله په ۲۰۱۲ کال په سوات کې د نوبل د سولې د جایزې پر ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې هغه وخت د ښوونځي زده‌کوونکې وه، پر وژونکې حملې هم تورنه ده چې هغه ترې روغه وتلې.

دې ډلې دغه‌راز په ۲۰۱۴ کال په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د هغه خونړي برید مسؤلیت هم اخیستی چې د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۴۹ کسان په‌کې ووژل شول.