د یوې معلولې بحرینۍ ښځې کیسه؛ شیخه الشېبه ورزش کې ښه ځلېدلې

بحرینۍ ښځه شیخه الشېبه

اوس هم د یوې داسې بحرینۍ ښځې کیسه چې یو لاس یې د سرطان له ناروغۍ پرې شوی، خو دې له ژونده لاس نه دی اخېستی او د یوې مسلکي ورزشکارې په توګه ځلېدلې ده.

شیخه الشېبه د ۱۸ میاشتو وه چې د سرطان په ناروغۍ اخته شوه. د دې ناروغۍ د مخنیوي په خاطر یې ډاکټرانو ښی لاس قطع کړ.

خو دې غمیزې یې د ورزشي سفر او په سپورټي سیالیو کې د ګډون مخه ونه نیوله.

شېبه چې اوس ۳۸ کلنه ده وايي، په دومره کم عمر کې يې د لاس قطع کېدل "اسانه نه وو"، خو دې له ژونده لاس وانه خېست.

هغې زیاته کړه: "کله چې زه اتم ټولګي ته لاړم، ما پرېکړه وکړه چې ځان په همدې بڼه ومنم."

شېبه رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "زما لاس قطع شو. په حقيقت کې، زه بایلونکې نه وم. ما په ژوند کې هر څه د اتلسو میاشتو په عمر کې د خپل لاس د پرې کېدلو وروسته ترلاسه کړل. "

شېبه په ۲۰۱۶میلادي کې د کراس فټ په ډګر کې خپل ورزشي سفر پیل کړ او د سپارتان په نوم تر خنډونو د تېرېدو په سیالیو کې يې ګډون وکړ.

وروسته یې د ایرنمن په نوم سیالیو کې هم ګډون وکړ. په ایرنمن سیالیو کې ۱.۹ کیلومتره لامبو، ۹۰ کیلومتره د بایسکل ځغلونه او ۲۱ کیلومتره ځغاستې شاملې دي.

شېبه چې اوس یوه مسلکي ورزشکاره ده، د ځغاستې په ایرنمن سیالیو کې ګډون کوي او هره ورځ په جېم کې تمرین کوي.