ډپلوماټ: افغانستان- هغه ځای چې د نجونو ارمانونه په ځوانۍ کې مري

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په مزارشریف ښار کې د څلورو فعالانو مېرمنو د وژل کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

د راپورونو له مخې دا مېرمنې د اکتوبر په شلمه د مزارشریف هوايي ډګر ته نژدې تښتول شوې وې او مړي یې د اکتوبر په ۲۷مه نېټه ښار ته نژدې په یوه کنده کې وموندل شول.

ګارډین د یوې وژل شوې مېرمنې ۲۹ کلنې فروزان کیسه رااخیستې ده.

فروزان ټولنیزه فعاله او د اقتصاد استاده وه. ورځپاڼه د هغې د کورنۍ غړو له قوله لیکي چې د هغې بدن په مرمیو سوری سوری و او څېره یې د پېژندلو نه وه.

ګارډین د فروزان د خور ریتا له قوله لیکي چې وايي، د دې د خور پر سر، زړه، سینه، بډوډو او پښو ګڼې مرمۍ لګېدلې وې.

ریتا چې ډاکټره ده وايي، دوی د فروزان مړی د هغې له جامو وپېژنده. نوموړې ویلي چې د فروزان د نامزدۍ چله او دستکول هم ورک دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې ریتا د خپلې خور د مړینې په خاطر طالبانو ته ګوته ونه نیوله او ویې ویل، دوی نه پوهېږي چې فروزان به چا وژلې وي؟ خو د نوموړې ملګرې زهرا چې د طالبانو پر ضد د ښځو د مظاهرو مشري یې کړې او د امنیتي اندېښنو له کبله نه غواړي بشپړ نوم یې ښکاره شي ګارډین ته ویلي دي، دا او فروزان په مزارشریف کې د طالبانو پرضد په ډېری مظاهرو کې یوځای وې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دې قضیې په تړاو دوه تورن کسان نیول شوي دي.

  • ډپلوماټ

ډپلوماټ خپرونې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، افغانستان- هغه ځای چې د نجونو ارمانونه په ځوانۍ کې مري.

په مطلب کې هغو اندېښنو ته کتنه شوې ده چې په بهر کې دېره افغانې نجونې یې لري.

ډیپلومات لیکي:

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بهر کې دېره افغانانې وېره لري چې د دوی او په هېواد کې د پاتې ښځو د نړۍ ترمنځ واټن په زیاتېدو دی.

خپرونې د امریکا په ایلینویز ایالت کې له مېشتې افغانې اسما یاوري سره چې په افغانستان کې له دېره خپلې ځوانې ترلې سره یې ملګرتیا جوړه کړې ده خبرې کړي.

د ډپلوماټ د راپور له مخې اسما او ترلې یې، هېڅکله نه دي سره لیدلي، خو پر ټیلیفون خبرې کوي، یو بل ته پیغامونه استوي، د کورنیو عکسونو راکړه ورکړه لري، یو بل ته ژبه ور زده کوي او خپل ارمانونه شریکوي.

ډپلوماټ لیکي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا دوه ترلې اندېښنه لري چې ښايي د دوی د جهانونو ترمنځ واټن لوی شي.

خپرونه زیاتوي چې ښوونځي ته د تګ یا د جامو د څرنګوالي په څېر د دوی ځینې ګډې تجربې لا له مخکې په بدلېدو دي او ځای یې دا وېره نیسي چې ښايي په افغانستان کې د دې ترله او نورې افغانې نجونې هېرې شي.

اولس کلنه اسما وايي، دا او ترله یې ګډ اهداف او هیلې لري، خو د دوی ترمنځ توپیر دا دی چې دا کولی شي خپلو اهدافو او هیلو ته ورسېږي مګر ترله یې دا امکان نه لري.

د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پر طالبانو د نړیوالو فشار په زیاتېدو دی، خو طالبان وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.