امریکا ته د تللو افغان کډوالو کابو ۴۰ سلنه‌یې 'بې‌سرپرسته ماشومان' دي

د امریکا په یوه کمپ کې افغان ماشومه

په امریکا کې د "کډوالۍ او پناه اخیستنې د خدمتونو" ادارې ویلي، په هغو افغانانو کې کابو ۴۰ فیصده ماشومان دي چې امریکایي پوځیانو سږ کال له افغانستانه وایستل.

د دغې ادارې مشر کریش اومارا ویګناراجا د امریکا عامې ملي راډیو ته ویلي، اداره‌یې په دې هڅه کې ده چې دې شمېر افغان ماشومانو ته کورنۍ او د هستوګنې ځایونه ومومي.

ویګناراجا ویلي، دا ماشومان له کوم سرپرست پرته امریکایي سرتېرو د اګسټ په میاشت کې له افغانستانه ایستلي دي.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته لوړ شمېر افغانان په امریکایي الوتکو کې امریکا ته ولاړل

د نوموړي د کډوالۍ او پناه اخیستنې اداره غیر انتفاعي بنسټ دی چې امریکا ته د تلونکو پناه غوښتونکو هرکلی او ملاتړ کوي.

د اګسټ په ۱۵مه کله چې طالبان کابل ته ننوتل، امریکایي ځواکونو او نورو متحدانو یې له افغانستانه د خپلو اتباعو او همکارانو د تخلیې چارې پيل کړې.

د دوو اوونیو په ترڅ کې شااوخوا ۱۲۴ زره کسان وایستل شول او له هغه راوروسته موده کې هم یو شمېر کسان له افغانستانه بهر شول.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ استېن ویلي، له دې ډلې ۳۵ زره افغانان متحده ایالاتو ته د تګ په نیت بهر شوي چې یا په امریکا او یا له امریکا بهر د امریکايي ځواکونو په اډو کې مېشت دي.

د امریکا دفاع وزیر زیاتوي دې ۳۵ زره افغانانو کې هم نیمایي هغه‌یې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

د امریکا د دفاع وزیر وایي دې ۳۵ زره افغانانو کې هم نیمایي هغه‌یې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

له افغانستانه بهر بشري بنسټونه د افغان پناه غوښتونکو ماشومانو وضعیت ته اندېښمن دي، خو په کور دننه هم ماشومان خوندي ژوند نه‌لري.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفتس وایي، افغانستان کې له پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومان سم نیمایي له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

ګریفټس اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته په یوه مرکه کې ویلي: "دا چې افغانستان کې تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمایي برخه له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ ده، دا یو سور څراغ دی، دا ستونزه باید په بېړني ډول هواره شي. هغه څه چې نور په افغانستان کې نه‌شته، هغه جګړه ده. اوس باید دې ته زمینه برابره شي چې خلک با عزته ژوند ته راوګرځي."

مارتین ګریفتس وایي، افغانستان کې له پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومان سم نیمایي له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویلي، د افغانستان په اړه باید محتاط او اندېښمن واوسي.

مارتین ګریفتس ویلي، د جي شل په ګډون بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډې او مرستې کړي، خوپه خبره‌یې اړتیا تر دې ډېره ده.

د نوموړي په خبره د افغانستان نیمایي خلک د خوړو خوندیتوب نه‌لري او نه‌پوهېږي چې بل څاښت ډوډۍ له کومه ځایه ورته راځي.