کرکټ؛ د دوبۍ نړیوال لوبغالی د افغاني او پاکستاني نندارچیانو ډک دی

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان او پاکستان د لوبې د لیدو لپاره زرګونه نندارچیان دوبۍ کې لوبغالي ته تللي دي.

د دوبۍ نړیوال لوبغالی د افغانستان او پاکستان د لوبډلو له زرګونه مینه والو ډک دی.

دا دواړه لوبډلې د شل اووریز کرکټ د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې د سیالۍ ډګر ته راوتلی دي.

د لوبې له پیلېدو مخکې د دواړو لوبډلو مینه والو په اوږدو لیکو کې لوبغالۍ ته د ننوتو لپاره انتظار وکړ.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یوه مینه وال دا ویډیويي تصویرونه ازادۍ راډیو ته استولي دي.