کرکټ؛ راشد خان شل اووریزه لوبه کې سلمه ویکټه هم ترلاسه کړه

افغان کرکټر راشد خان

د دوبۍ په لوبغالي کې تېره شپه د شل اوورېز کرکټ د نړیوال جام یوه هېجاني لوبه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ وشوه.

پچه افغانستان وګټله او د توب وهلو- بېټینګ پرېکړه یې وکړه. افغان لوبغاړو په شلو اوورونو کې ۱۴۷ منډې وکړې. سره له دې چې افغانستان د پاکستان لپاره یو نسبتاً لوی هدف ټاکلی و، خو د پاکستان لوبډله په ۱۹ اوورونو کې د ۱۴۸ منډو هدف ته ورسېده او سیاله لوبډله یې ماته کړه.

که څه افغان لوبډلې دا لوبه وبایلله، خو د هېواد د کرکټ ستوري راشد خان وکولی شوای چې په شل اووریزو لوبو کې خپله سلمه ویکټه واخلي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو پر کپټان محمدنبي انتقاد کړی چې ولې یې په ۱۹ اوور کې کریم جنت بالینګ ته راوست.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې لوبې او د لوبډلې د ترکیب د څرنګوالي په اړه د کرکټ بورډ د چارواکو نظر واخلي، خو له پرله پسې هڅو سره-سره ونه توانېده، خو د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم کپټان بابراعظم وویل چې افغان بالران په لوبه کې ښه وځلېدل.

ښاغلي اعظم زیاته کړه: "افغانستان ښه بالران لري. په دې لوبډله کې د بالنګ یو غوره لوبغاړی شته. دوی ډېر ښه بالنګ وکړ. هڅه مې وکړه چې د لوبې ترپایه پاتې شم خو ونه شوه. د ګټلو ویاړ بیا هم د اصف علي په برخه شو."

د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم کپټان بابراعظم وویل چې افغان بالران په لوبه کې ښه وځلېدل.

پاکستاني لوبغاړي اصف علي په نولسم اوور کې د کریم جنت په بالونو څلور شپږیزې ووهلې او خپله لوبډله یې بریالۍ کړه.

بېګانۍ لوبه د شل اوورېز کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان دوهمه لوبه وه. د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه له سکاټلنډ سره وه چې د ۱۳۰ منډو په توپیر یې وګټله او درېیمه لوبه به یې د یکشنبې په ورځ د لړم په ۹مه له نامیبیا سره وي.

دا لوبه په سیمه يیز وخت له غرمې مخکې په ۱۱ بجو د ابوظبۍ د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده.