د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ لوبه؛ راشدخان سپارښتنې لري

ارشیف، د افغانستان او پاکستان د کرکټ دوه تنه لوبغاړي

په پام کې ده چې تر نیم ساعت وروسته زرګونه کسان د عربي اماراتو د دوبۍ ښار په نړېوال ستډیوم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه وویني.

د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ لوبه د کرکټ نړېوال شل اووره جام د لوبو په دوام کې ترسره کېږي.

د کرکټ په نړیوال شل اووره جام کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې په درشل کې د افغانستان او نړۍ نامتو باولر راشد خان د دواړو ټیمونو له مینه والو وغوښتل چې له یو بل سره ښه چلند وکړي.

اټکل کېږي چې ډېر شمېر افغانان او پاکستانیان به د نننۍ مسابقې د لیدو لپاره لوبغالي ته لاړ شي.

دوه کاله پخوا په انګلستان کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې پر مهال د دوو ټیمونو د مینه والو ترمنځ اخوډب شوی و.

نننۍ مسابقه به د دواړو لوبډلو لپاره مهمه او له فشاره ډکه وي.

په روان نړیوال شل اووره جام کې پاکستان تراوسه دوې مسابقې کړي او دواړه یې ګټلي، خو افغانستان تراوسه یوه مسابقه کړې او په لوی توپیر یې ګټلې ده.

راشد خان پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، یقیناً له پاکستان سره مسابقه تل ښه وي، خو باید یوازې یوه لوبه وګڼل شي.

ده ټینګار وکړ: 'لوبې د مینې پیغام ورکوي او مینه وال یې باید له لوبې خوند واخلي او له ټولو مینه والو او نندارچیانو غواړم چې ارام واوسي، یوازې له لوبې خوند واخلي او هغه څه چې په ۲۰۱۹ کې وشول، باید بیا پېښ نه شی."

راشد خان وویل، یقیناً له پاکستان سره مسابقه تل ښه وي، خو باید یوازې یوه لوبه وګڼل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند او د نشریاتو رييس فرید هوتک د نننۍ مسابقې په اړه وویل چې افغان لوبغاړي به په لوړه روحیه د مسابقې میدان ته ووځي: "افغان کرکټ لوبډلې د دې سیالۍ لپاره پوره چمتووالی نیولی او په لوړه روحیه به میدان ته ووځي." ​

په همدې حال کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې سر روزونکي ثقلین مشتاق خپلو لوبغاړو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په کمه سترګه ونه ګوري.

ثقلین مشتاق له افغانستان سره په نړیوال شل اووره جام کې د پاکستان د سیالۍ په درشل کې پرون وویل، د افغانستان ټیم د نړۍ په لومړی درجه لوبډلو کې شمېرل کېږي او پاکستان باید هماغسي لوبه ورسره وکړي چې له هند او نیوزیلنډ سره یې وکړه.

Your browser doesn’t support HTML5

د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او پاکستان سیالي

له ښاغلي ثقلینه پرون په یوه خبري غونډه کې بیا-بیا د افغانستان د درېيو باولرانو په اړه پوښتنې وشوې. ده بې له دې چې د راشد خان، مجیب او محمدنبي نومونه واخلي وویل: "دوی په حقیقت کې د افغانستان کلیدي لوبغاړي دي، دوی په بېلابېلو لیګونو کې ډېر ښه لوبېږي، د لوبې پر مهال په ځان اعتماد لري، دوی ډېر ښه دي. خو موږ هم باید خپل پلان عملي کړو."

پاکستان په لومړۍ مسابقه کې هند په لسو وېکټونو مات کړ چې دا په نړیوال جام کې هند ته د پاکستان لومړنۍ ماتې وه.

پاکستان نیوزیلنډ ته هم ماتې ورکړه.

په نړیوال شل اووره جام کې د افغانستان د لوبډلې تر ګډون مخکې وېره وه چې د ښځو د سپورټ په اړه د طالبانو د سخت دریځ له کبله د افغانستان لوبډله به په نړیوالو مسابقو کې له ګډونه محرومه شي.

په دې اړه نور: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره مخ کیږي

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي ویلي، په افغانستان کې د ښځو د کرکټ وضعیت څاري او پر دې موضوع به راتلونکې میاشت د دوبۍ په غونډه کې بحث وکړي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د مقرراتو پر اساس، د دې شورا ټول غړي هېوادونه باید د نجونو د کرکټ ټیم هم ولري، خو د افغانستان کرکټ بورډ دې شورا ته ویلي و چې افغانستان د ښځو پر سپورټ بندیز نه دی لګولی، خو ډېرې نجونې لوبغاړې د سپورټ په دې څانګه کې نه لري.

په داسې حال کې چې ویل کېږي دې موضوع او د افغانستان حالاتو د افغان لوبغاړو ذهنونه مصروف کړي دي، راشد خان وايي چې هڅه کوي ټول تمرکز یې روان ټورنمنټ ته وي.

ده وویل: "موږ په دې فکر نه کوو چې څه پېښېږي، په دې هم فکر نه کوو چې څه پېښ شوي دي. دا شیان زموږ په لاس او کنټرول کې نه دي."