بحرین ته د افغانستان فوټبال له ۲۳ کلونو د کم عمره لوبډلې سفر لغوه شو

د افغانستان فوټبال له ۲۳ کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډله

بحرین ته د افغانستان فوټبال له ۲۳ کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډلې سفر لغوه شوی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تازه په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د وروستیو ناسمو شرایطو له امله د اسیا اتلولي لومړنیو سیالیو کې د ګډون لپاره بحرین ته د افغانستان له ۲۳ کلونو کم عمره لوبډلې د استولو لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رهبرۍ له هڅو سره سره دا سفر د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له لوري لغوه او په دې سیالیو کې د "امېد" لوبډلې حضور لغوه شو.

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي سره له دې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د المپیک ملي کمېټې او په کابل کې د قطر سفارت په همکارۍ دوحې ته د افغان لوبدلې د سفر په اړه د تخلیې او ژغورونکو الوتنو سره همغږۍ شوې وې، خو د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د سیالۍ د ترسره کولو د قوانینو له مخې او د بحرین پر وړاندې د افغان لوبډلې د لومړنۍ لوبې ترسره کولو لپاره د نه‌رسېدو له امله چې دا لوبه باید نن ترسره شوې وی، دا سفر یې لغوه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر تېره اوونۍ په یوه خبرپاڼه کې د اسیا اتلولي مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره د دغه لوبډلې د تمریناتو په اړه خبر ورکړی و ویلي یې و چې د افغانستان فوټبال فدراسیون خپلې وروستۍ هڅې وکړې چې یاده لوبډله بحرین ته ولاړه شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د دغو سیالیو د ترسره کولو او بریا لپاره‌یې نږدې ۱۵ ورځې سخت تمرینات ترسره کړل، خو د دوی به خبره ټول زحمتونه‌یې حیف شول.

امان سرداري له ۲۳ کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی چې د پروان ولایت دی وایي د دې سفر د لغوه کېدو وروسته د ملي لوبډلې لوبغاړي له روحي پلوه سخت ځپل شوي دي.

دی زیاتوي: "دا سفر د دې لامل کېدای شو چې موږ خپلو خلکو او لوبغاړو ته دا هیله بخښلې وی چې د اففانستان د فوټبال لوبډله بېرته عادي حالت ته ستنه شوې، خو د دې سفر په لغوه کېدو ټول لوبغاړي سخت خواشیني شول او روحیه‌یې له لاسه ورکړه."

په ورته وخت کې ناصر چې په دې سیالیو کې د ګډون په خاطر له نیمروز ولایت څخه راغلی و، ازادي راډیو ته‌یې وویل: "موږ ۱۵ ورځې زحمت ووېست او تمرین مو وکړ، له ټولو ولایتونو لوبغاړي کابل ته راغلي و چې په دې لوبو کې ګډون وکړي، خو متأسفانه بریالي نه‌شوو."

د سفر لغوه کېدل او د اسیايي اتلولیو په مقدماتي لوبو کې له ۲۳ کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې نه‌ګډون د افغانستان د سپورټ د راتلونکي په اړه اندېښنې راپیدا کړې دي.

د رزمي لوبو لوبغاړي احمد ولي هوتک ازادي راډیو ته وویل، که په داسې حالاتو کې له ورزش ملاتړ ونه‌شي، په افغانستان کې د ورزش راتلونکی به له ننګونو سره مخ شي.

د رزمي لوبو افغان اتل احمد ولي هوتک

هوتک وايي: "كه د ورزشکارانو ملاتړ وشي، د ورزش راتلونکې به ښه وي، خو که وضعیت داسې دوام وکړي د ورزش راتلونکې به په افغانستان کې له ستونزو سره مخ شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی انوش دستګیر تازه په خپله ټویترپانه لیکلي، تاکل شوې چې د پروګرام له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو د جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په دوبۍ کې له سنګاپور لوبډلې سره یوه دوستانه سیالي وکړي.

نوموړي ویلي چې د دغه لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسیون ټول امکانات په واک کې لري او باید ژر تر ژره د تمریناتي کمپونو او رسمي لوبو لپاره عملي کارونه هم پیل شي.

وموغوښتل په دې اړه، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مسؤلانو او د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو اړیکې مو ځواب نه‌شوې.