د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د لوبو نېټه مشخصه شوه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د لوبو نېټه مشخصه شوه، د اسیا فوټبال کنفډراسیون د رسمي اعلان له مخې د اسیا د ۲۰۲۳ ملتونو جام ته د لارموندنې وروستي پړاو سیالۍ د ۲۰۲۲میلادي کال په جون میاشت کې کېږي.

د یاد فدراسیون په وینا، دا سیالۍ به د کرونايي محدودیتونو له کبله په لنډ وخت کې د جون له ۸مې تر ۱۴مې پورې ترسره او د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د شپږو لوبو پر ځای درې لوبې له خپلو سیالانو سره وکړي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې سیالان تر دې دمه مشخص شوي نه دي، خو د افغان لوبډلې د سیالانو له منځه به یو هېواد د کوربه په توګه انتخاب شي.

که د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د خپل ګروپ په دوو لومړنیو لوبډلو کې راشي، د اسیا ۲۰۲۳میلادي کال د ملتونو جام ته به لاره پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG