کابل کې چاودنې د طالبانو په ګډون څو ماشومان ټپیان کړل

ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې سیمه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي په کابل کې نن سهار د نا امنۍ په یوه پېښه کې د طالبانو په ګډون د څو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي فرانسپرس اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار مهال د کابل په دهمزنګ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو چا یو لاسي بم د طالبانو یوه موټر ته ورګوزار کړ چې له امله‌یې دوه طالب ساتونکي ټپیان شول.

یوه بل چارواکي بیا په دې پېښه کې د نږدې ښوونځي د څلورو زده‌کوونکو ماشومانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

طالب چارواکو نه‌دي ویلي چې دغه لاسي بم د چا له‌خوا د دوی د ساتونکو موټر ته ورګوزار شوی او نه هم تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت اخیستی، خو له دې مخکې پر طالبانو د دا ډول حملو مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی دی.