افغانستان کې د کلیوالو ښځو ستونزې؛ دوی د مالکیت له حقه څومره برخمنې دي؟

یو شمېر مېرمنې

په افغانستان کې ډېری کلیوالې ښځې سره له دې چې د ماشومانو په روزنه بوختې دي، د کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو په خاطرهم له کوره بهر شاقه کارونه کوي.

کلیوالې ښځې په ټولنه کې د اقتصادي پراختیا د ودې یوه مهمه برخه بلل کېږي.

دغو ورځو کې د ۳۵ کلنې فاطمې ورځنۍ چارې د غرونو په لمنو کې د غنمو رېبل دي.

فاطمه د ۷ ماشومانو مورده او د بامیان د ورس ولسوالۍ په لېرې پرته سیمه جوقوول کې ژوند کوي.

هغه هر سهار د کور د کارونو له ترسره کولو وروسته له خپل خاوند سره للمي ځمکو ته ورځي.

فاطمه په دې خاطر چې ماشومان یې وږي پاتې نه شي، د خپل خاوند ترڅنګ له سهاره ترماښام ځمکه کې غنم ریبي.

دا وايي: "سهار وختي له خوبه را پاڅېږم، ډوډۍ پخوم بیا مې ماشوم غېږ کې را اخلم او په للمي ځمکو کې د غنمو د رېبلو په خاطر د غره لمنې ته ورځم. څاروي هم له ځان سره بیایم. هم څاروي څروم او هم غنم رېبم. بېګا بیا خپل ماشوم راخلم او بېرته کورته راستنېږم. دا کار راته ډېر ستونزمن دی خو که ترسره یې نه کړم، ماشومان مې وږي پاتیږي."

فاطمه وايي چې د ټول کال په اوږدو کې له همداسې سختیو او ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.په پسرلي کې کروندو ته اوبه ورکوي او کرکېله هم ور په غاړه دی.

فاطمه بیا په اوړي کې د وښو راټولولو لپاره کروندې ته ځي. دا د خپلې کورنیو چارو ترڅنګ هغه څه کوي چې معمولاً یو نارینه بزګر یې ترسره کوي.

د دغې کلیوالې بزګرې ښځې ستونزې د مني په فصل کې هم پر خپل ځای وي، خو توپیر یې دا دی چې فاطمه په دغه فصل کې د غنمو د راټولولو ترڅنګ د ژمني کارونو ترسره کولو ته هم وار له مخ تیاری نیسي: "دا کارونه مې یوه میاشت پاتې وي چې بیا د ژمي کارونه رارسیږي. په ژمي کې زموږ سیمه له واورو ډکه وي. واورې جارو کوم او هغه واښه مې چې په پسرلي کې ټول کړي دي غواوو او پسونو ته ورکوم."

د دغو ټولو ستونزو په ګاللو سره-سره د فاطمې یوازینۍ هیله دا ده چې د خاوند په کور کې سهم ولري او کوم کار چې کوي د هغې په زحمت پسې حساب شي: "یوازېنۍ هیله مې همدا چې د کور کارونه مې ترسره کړم او دا چې زحمت کاږم خاوند مې یې راپسې حساب کړي."

د فاطمې په شان ډېری افغان کلیوالې ښځې چې د هېواد د اقتصاد په وده کې مهمه برخه لري، تل نوم ورکې او بې نشانه پاتې شوي دي.

دا څرګنده ده چې په هېواد کې وروستي بدلونونه د ښځو پر ژوند بې اثره نه دي.

فاطمه وايي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سربېره به هم د خپل خاوند تر څنګ کار وکړي، خو ورته معلومه ده چې د قیمتونو په لوړېدو سره به ونه توانیږي چې د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ اړتیاوې ور پوره کړي.

د هغې په خبره چې اوس اړ ده، څو د پخوا پرتله ډېرې ستونزې وګالي.

په عین وخت کې د بشر حقونو فعاله مارینا حبیبي وايي چې په کلیو او بانډو کې بې سوادي او کم سوادي، په یادو سیمو کې د امکاناتو نه شتون او فقر سبب کېږي چې کلیواله ښځې تر ډېره شاقه کارونو ته مخه کړي: "دا مسایل سبب کیږي چې کلیواله ښځې ډېر تر فشار لاندې وي، او په منظم ډول ونه شي کولی چې خپل شخصي اړتیاو ته رسیدګي وکړي. دوی له محرومیتونو سره مخ کیږي او شاقه کارونه دوی له زیاتو روحي او رواني ستونزو سره مخ کوي."

اغلې حبیبي وايي چې فقر تر ټولو لوی عامل دی چې کلیوالې ښځې له خپلو بشري حقونو محرومه وي.

دا وايي چې د کلیواله ښځو د ژوند د ښه کولو په موخه باید دغه ښځو ته په کلیو او بانډو کې د حرفه يي کارونو د زده کړې زمینه برابره شي.

اغلې حبیبي وايي، په دې کار سره به د کلیواله ښځو د سیمه ییز تولید کچه لوړه شي او د هغوی ژوند کې به مثب بدلون هم راشي.