د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري: افغانستان کې بې‌ځایه شویو سره مرستې پيلوو

ارشیف، افغانستان کې له بې‌ځایه شویو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، اوس‌مهال د دغه سازمان لومړیتوب بې‌ځایه شویو ته د لومړنیو مرستو رسول دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازې کارولن وان بورن وویل چې اوس‌مهال دوی له ۴۵۰ ولسوالیو څخه ۲۹۹ ولسوالیو ته لاسرسی لري او په ځینو سیمو کې به ډېر ژر د مرستو لړۍ پیل شي.

اغلې بورن وویل که څه هم طالبان د دوی د مرستې رسونې عملیاتو ته درناوی لري او دغه سازمان سره‌یې د کارمندانو د خوندیتوب په اړه ژمنې کړي، خو په وینا یې د مرستې پروسه ممکن په ځینو سیمو کې ښه او په نورو کې ستونزمنه وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازې زیاته کړه چې دغه سازمان باید لومړی د خپلو کارکوونکو له امنیت څخه ځانونه ډاډه کړي او په وینا یې د دغه سازمان یو شمېر کارکوونکي لاهم وېره لري، خو ځیني نور بیا دندو ته چمتو شوي دي.

د اغلې بورن په وینا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري بې‌ځایه شویو کسانو ته د بېړنيو مرستو په رسولو غور کوي.

کابل ته د جګړو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ

د مېرمن بورن په خبره، دغه کمېشنري به هغو کسانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي کوم چې بې‌ځایه شوي او د ژغورنې مرستې ته عاجله اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د سازمان په مرستو کې سرپناه، د څښاک اوبه، روغتیایي مرستې او خواړه شامل دي.

دغه سازمان وايي، سږ کال‌یې ۲۰۰ زره بې‌ځایه شویو ته لومړنۍ مرستې برابرې کړې دي.

د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو ژوند له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

یو له دغو بې‌ځایه شویو څخه وکیل احمد دی چې د ژوند له سختو ناخوالو سره مخ دی.

هغه د لغمان د الینګار اوسېدونکی دی چې دا مهال مرکز کابل ته کډه شوی: "شپږ بچي لرم، کار او غریبي نه‌شته، موږ د جګړو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوو، خو اوس هېڅوک زموږ غږ نه‌اوري او نه چا تر اوسه مرسته کړې، د ژوند له سختو ناخوالو سره مخ یم، خپلو بچو ته کافي خواړه هم نه‌شم برابرولی، پخوا به دلته خلکو څه نا څه مرسته کوله، خو اوس هغه مرستې هم نه‌شته، بچي مې دا څو ورځې وږي تږي دي، دلته نه خېمه لرو او نه هم د سرپناه امکانات، له مرسته کوونکو ادارو غواړو چې موږ ته پام وکړي."

له بلې‌خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازې اغلې بورن د ژورنالېستانو، ښځینه فعالانو، د پخواني حکومت ملاتړو او قومي لږکیو پر وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل چې له سپین بولدک پرته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو اکثره سرحدونه د افغانانو پر مخ تړلي دي.

وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بولدک پر دروازه د خلکو ګڼه ګوڼه او تګ راتګ

د راپورونو له مخې، له سپین بولدک تېرېدل هم خپل ځانګړي شرایط لري او افغانان په سختۍ سره له دغې سیمې پاکستان ته اوړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د افغانستان له ګاونډیانو هېوادونو غوښتي چې خپلې پولې خلاصې وساتي ترڅو هغه افغانان چې غواړي بهر ولاړ شي، وکولای شي.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې زرګونه کورنۍ د جګړې د زیاتوالي له امله بې‌ځایه شوي او اوس‌مهال چې ۳۳ ولایتونه د طالبانو لاس ته لوېدلي، ډېری خلکو د احتمالي ګواښونو له امله پاکستان او ایران ته مخه کړې ده.