بریتانیا به نور افغانان هم ور غواړي

د کابل هوايي ډګر ته تلونکي ځینې افغانان

د بریتانیا صدراعظم وايي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې د خلکو د اېستلو د مهلت له پای ته رسېدو وروسته به بریتانیا ته نور افغانان هم راولي.

د بریتانیا پوځ په تېرو دوو اونیو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې کابو ۱۴ زره بریتانویان او هغه افغانان واېستل چې ژوند یې په خطر کې دی خو ویل کېږي چې سلګونه نور لا هم هلته بند پاتې دي.

بورېس جانسن پرون په لندن کې خبریالانو ته وویل چې د اګسټ د ۳۱ مې له مهلت وروسته به بریتانیا ته د نورو افغانانو د بیولو هڅه وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

ښاغلي جانسن زیاته کړه: "اوس چې موږ د خپلو عملیاتو پای ته را رسېدلي یو، داسې خلک شته چې د تګ کار یې ونه شو. دوی ته مې وینا دا ده چې موږ به ځمکه او اسمانونه سره ووهو، څو مرسته ورسره وکړو. موږ به په دوهم پړاو کې هر هغه څه چې په وس کې مو وي ورسره وکړو."

د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس ویلي، شااوخوا زر تنه افغانان چې بریتانیا ته یې د تګ اسناد ترلاسه کړي او د یو نیم سلو په شااوخوا کې د بریتانویانو ونه شو کړای چې دې الوتنو کې ولاړ شي.