ناټو او ملګرو ملتونه: له اګسټ وروسته دې هم د کابل هوايي ډګر فعالیت وکړي

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د ناټو غړي هېوادونه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د بهرنیو سرتېرو د وتلو د پروسې له بشپړېدو وروسته د بشري مرستو لپاره پرانیستی وساتي.

له افغانستانه د بهرنیو وګړو او د هغو د افغان همکارانو د وتلو لپاره مهلت د اګسټ په ۳۱مه پای ته رسېږي.

ترکیې ویلي دي چې له طالبانو سره یې خبرې روانې دي، څو له دې نېټې وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د فعال ساتلو لپاره تخنیکي مرسته وکړي، خو ترکي چارواکو ویلي چې د پنجشنبې ورځې برید د هوايي ډګر د متخصصانو د امنیت په برخه کې د ترکي ځواکونو هڅې زیانمنې کړې.

ترکیې نه دي ویلي چې طالبان به یې حتماً شرایط ومني او ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه څرګنده کړه چې د ده هېواد کابل ته د الوتنو د پیل په برخه کې بېړه نه لري.

خو مرستندویو ټولنو ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي، ځکه دا هېواد د څلورو کلونو په ترڅ کې د وچکالۍ له دوهمې څپې سره لاس ګرېوان دی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه کابل ته د الوتنو د پیل په برخه کې بېړه نه لري.

همدا راز د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ۱۸ میلیونه افغانان یا د افغانستان له نیمایي زیات وګړي د نړیوالو پر مرستو متکي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام WFP په روانه اوونۍ کې وویل، د افغانستان میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي او اوس چې د کرونا وبا او د څو ورځو مخکې بدلون پر پخوانیو مصیبتونو ور زیات شوي افغانستان د یوه ناورین په درشل کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون جمعه وویل، د افغانستان د اړتیا وړ روغتیايي وسایل په څو ورځو کې خلاصېږي، په داسې حال کې چې د دې وسایلو د زېرمو د ډکولو هېڅ امېد نه شته.

د WHO د بېړنیو مرستو سیمه ییز مشر ریک برینان پرون وویل چې د امنیتي اندېښنو او نورو عملیاتي دلایلو له کبله لږ تر لږه د یوې اوونۍ لپاره د کابل له نړیوال هوايي ډګره کار اخیستل د دوی په پلان کې نه شته.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک خبریالانو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د هوايي بشري مرستو د رسولو پروګرام په پام کې لري چې د دې اوونۍ په پای کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو یو دهلېز رامنځ ته کړي.

ښاغلي دوجاریک زیاته کړه چې دا الوتنې به له پاکستانه کابل ته نژدې هوايي ډګرونو او د کندهار او مزارشریف هوايي ډګرونو ته ځي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، تمه ده چې د دې اوونۍ په پای کې د افغانستان لپاره یو دهلېز رامنځ ته شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د خپلو مامورینو د انتقال لپاره د اتلس میلیونه ډالرو او د وسایلو د لېږد لپاره د ۱۲ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې.

دوجاریک وویل، دا معلومه نه ده چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته به د کابل په هوايي ډګر کې څه پېښ شي، خو هغه د ملګرو ملتونو د مرستو د رسولو لپاره د دې هوايي ډګر رول مهم وباله.

ملګرو ملتونو ویلي چې له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره به په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.

امریکايي چارواکو له دې مخکې ویلي و چې اسلامپالو طالبانو څرګنده کړې ده چې غواړي د کابل نړیوال هوايي ډګر فعال وساتي، څو ځان له نړیوالې انزوا څخه وباسي.

د امریکا دفاع وزارت هم ویلي، ډېرو هېوادونو لېوالتیا ښودلې چې له طالبانو سره د کابل د نړیوال هوايي ډګر په فعال ساتلو کې مرسته وکړي.