د پوهنتون استادان: نصاب کې د نشه‌يي موادو په اړه پوهاوي ته دومره پام نه‌دی شوی

ارشیف، په نشه‌یي موادو اخته یو شمېر معتادین

کله چې څوک ځوان شي، نو په وجود کې يې ذهني او جسمي بدلونونه راځي، دوی د ژوند د چارو او اړتیاوو لپاره د خپلو همزولو او مشرانو مشورو ته اړتیا لري، خو په افغانستان، په تېره بیا تعليمي چاپېريال کې د علمي مشورو ورکولو اسانتياوي نه‌شته.

د پوهنتون د ځينو استادانو په وينا، د دې ستونزو له جملې څخه يوه‌يې هم د نشه‌يي موادو زيانونه او اعتیاد دی، دا ستونزه که څه هم ډېره لویه ده، خو بيا هم د افغانستان په تحصيلي نصاب کې چندان پام نه‌دی ورته شوی.

په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون استاد عبدالعزيز صمديار وايي چې کورنۍ خپل اولادونه چندان نه‌څاري او د پوهنتونونو استادان هم د اعتیاد مسئلې ته دومره پام نه‌کوي.

ښاغلی صمدیار زیاتوي: "د ژوند په چارو کې د محصلينو نااشنايي، يعنې دا چې خپل ژوند څنګه عیار کړي، د ژوند د دې مهارت نشتوالی د دې سبب کېږي چې يو محصل نشو ته مخه کړي، ځکه نه‌پوهېږي چې معتاد کېدل د ده ژوند تباه کوي. د محصلينو د اعتیاد بل لوی عامل د کورنیو نه‌څارل دي، دغه ډول د پوهنتونونو استادان هم دې موضوع ته چندان پام نه‌کوي، اعتیاد او د نشه‌يي موادو هغو زيانونو ته پام نه‌کوي چې يو محصل ورسره مخ کېږي."

کابل ښار کې پر واټونو پراته په نشه‌یې توکو یو شمېر اخته معتادین

د معتادينو د درملنې څېړنې ښيي چې د افغانستان ډېری معتادين ځوانان دي او په دې ځوانانو کې يوه لويه برخه‌يې د پوهنتونونو محصلین او يا داسې ځوانان دي چې د يوه مسلک او علمي تخصص خاوندان دي.

ځينو محصلینو ازادي راډيو ته ويلي چې په پوهنتونونو کې د نشه‌يي ګولیو استعمال ورځ په ورځ ډېرېږي او د نشه‌يي موادو د زيانونو په اړه د ناخبرۍ له وجې ځوانان فکر کوي چې نشه‌يي ګولۍ يې ذهن اراموي او د درس او ټولینزو ستونزو له امله به‌يې له ذهني فشار څخه وژغوري.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو ریاست تخنيکي مرستيال عبدالشکور حيدري وايي چې د افغانستان په تعلیمي او تحصيلي ادارو کې د ځوانانو لپاره د تفرېحي ځايونو او تجربو شريکولو اسانتياوي نه‌شته، له همدې امله ځوانان په ناخبرۍ کې د نشو په دام کې نښلي.

ښاغلی حیدري وايي: "پوهنتونونه په معیاري ډول نه‌دي جوړ شوي، بلکې کرايي کورونه ورته نيول شوي دي، داسې ځای نه‌لري چې هلته دې ځوانان تفرېح وکړي، ورزش دې وکړي او خپل نظريات دې سره شریک کړي. د پوهنتونونو فضا اکثره تړلې او ستړې کوونکې ده، بس په بند ځای کې درس ووايه او ځه! په همدې دليل محصلین په نشو اخته کېږي."

نشه‌یي ګولۍ

په نړۍ کې د نشه‌يي موادو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو يو راپور ښيي چې په دې وروستیو دوو کلونو کې بازارونو ته د نويو نشه‌يي موادو د راوړلو له امله په نړۍ کې معتادین ډېر شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ښیښې او نشه‌يي ګوليو له جوړولو سره سم، ډېری معتاد ځوانان د همدې دوو کیمياوي نشه‌يي موادو په دام کې نښتي دي.

د دغې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پوهنتون استادان: نصاب کې د نشه‌يي موادو په اړه پوهاوي ته دومره پام نه‌دی شوی