د امریکا کانګرس دوه غړي پرون ناڅاپه داسې مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدل چې هلته له څو ورځو راهیسې لویه ګډوډي روانه ده.
امریکايي چارواکي وايي، د استازو جرګې جمهوريپال غړي سیت مولتون او پیتر میجېر په یوه چارتر الوتکه کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دننه او بهر وګرځېدل او څو ساعته هلته پاتې شول.
د امریکايي چارواکو په وینا دې کار د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه چې له افغانستانه د بهرنیانو او افغان وګړو د ایستلو په چاره کې مصروف دي، سخت حیران کړي دي.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې چارواکو شکایت کړی چې په هغو سیټونو کې چې د کانګرس دې غړو ته ځانګړي شوي وو، نور کسان وتلی شوای خو مولتون او میجېر ویلي، دوی په داسې یوه الوتنه کې راستانه شول چې سیټونهیې نهدرلودل.
د کابل هوايي ډګر شااوخوا ته راټول شوي کسان له سټلایټ په یوه اخیستل شوي عکس کې
دواړو وکیلانو په یوه ګډ بیان کې ویلي دي چې دوی د کانګرس د غړو په توګه دا مسؤلیت لري چې د اجرائیه قوې پر چارو څارنه وکړي او زیاتوي چې دوی دا سفر په پټه ترسره کړ او دا خبرهیې یوازې هغه وخت افشا کړه چې هېواد ته راستانه شول.
د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون ناوخته په یوه بیان کې یادونه وکړه چې د جرګې ځیني غړي دا هیله لري چې افغانستان ته ولاړ شي، خو دې هغو ته ولیکل چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتنه کړې چې د کانګرس غړي په اوسنیو خطرناکو شرایطو کې افغانستان او سیمې ته سفر نهشي کولای.
په بیان کې د دې وزارتونو له قوله ویل شوي چې له افغانستانه د بهرنیانو او هغو افغانانو خوندي او پر وخت ایستل چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی په کابل کې د امریکا د پوځ او ډيپلوماتیک ټیم خاص تمرکز ته اړتیا لري.
له کابله په پوځي الوتکو کې د یو شمېر افغانانو ایستل
د کانګرس دواړو غړو ویلي، دوی په دې هدف کابل ته سفر وکړ چې ولسمشر بایډن دې ته وهڅوي چې له افغانستانه د راوتلو ټاکلی مهلت د اګسټ له ۳۱مې وروسته هم تمدید کړي، خو ښاغلي بایډن پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دې مأموریت د ترسره کولو لپاره د اګسټ د ۳۱مې پر ژمنه ولاړ دی.