اشرف غني: د وینې د سېلاب د مخنیوي لپاره مې هېواد پرېښود

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان په معاصر تاریخ کې پرون د زمري ۲۴مه د یوه مهم بدلون یا انقلاب د ورځې په نوم ثبت شوه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پلازمېنې ته د طالبانو له ننوتو سره هم‌مهاله په یوه ځانګړې الوتکه کې له هېواده ووت.

ښاغلي غني تېر ماخوستن پر خپله رسمي فې‌سبوک پاڼه په یوه پيغام کې لیکلي، که له کابله نه‌وی وتلی، دا شپږ ملیوني ښار به له لویې بشري فاجعې سره مخامخ شوی وی او د وینې د سېلاب د مخنیوي لپاره‌یې غوره وګڼله چې هېواد پرېږدي.

ده ویلي، "د تورې او ټوپک قضاوت طالبانو ګټلی او اوس د وطنوالو‌ د ناموس، مال او ځان د ساتلو مسؤل دي. مګر د زړونو مشروعیت دوی نه‌ده ګټلی."

ښاغلي غني ویلي، طالبان اوس له یوه نوي تاریخي ازمیښت سره مخامخ دي چې په خبره‌یې یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي.

د کابل دروازو ته د طالبانو له رارسېدو سره سم د دغه ښار پر اسمان د امریکايي الوتکې پروازونه

ښاغلي غني نه‌دي ویلي چې کوم هېواد ته تللی دی، خو ځینو ناتأیید شویو راپورونو کې ویل شوي چې نوموړی لومړی تاجکستان او بیا عمان ته تللی دی.

محمد اشرف غني په ښکاره د خپلې استعفا په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د پيغام په پای کې یې لیکلي "زه به همېش د خپل ولس خدمت ته له فکري لحاظه او د برنامو د مطرح کولو له لارې دوام ورکړم".

له افغانستانه د محمد اشرف غني وتلو چې له نږدې ۷ کالو راهیسې د واګ پر ږدۍ ناست و، غبرګونونه پارولي دي.

د ښاغلي غني د حکومت شریک او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هغه ته د "مخکېني ولسمشر" خطاب کړی دی.

ښاغلي عبدالله ویلي: "اوسنیو شرایطو کې یوازنی شی چې له تاسو یې غواړم هغه دا ده چې د الله په مرسته خپله ارامتیا وساتئ، له دفاعي او امنیتي ځواکونو غواړم چې د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي. دا چې مخکېني ولسمشر افغانستان پرېښود او خلک او هېواد یې له داسې یوه حالت سره مخامخ کړل الله به ورسره محاسبه کوي او د افغانستان خلک به هم خپل قضاوت وکړي."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

طالبان پرون د ورځې په ترڅ کې کابل ته راغلل او ماښام مهال ځینو رسنیو له هغې ډلې الجزیزې ټلوېزیون داسې وېډیویي راپور خپور کړ چې ښيي وسله‌وال طالبان ارګ ته ننوتلي دي.

د طالبانو د تحریک مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم بېګا ناوخته پر خپلو وسله‌والو غږ وکړ چې دامتحان وخت‌یې رارسېدلی او باید د خلکو خدمت او امنیت ته ورودانګي.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته به سیاسي ګامونه څه وي او د واک انتقال به څه ډول ترسره کېږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي تر یوه بریده دا پوښتنې ځواب کړي او ویلي یې دي چې د واک د سوله‌ییز انتقال او ګډوډیو د مخنیوي لپاره د همغږۍ درې کسیزه شورا جوړه شوې.

دې شورا کې خپله حامد کرزی، د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار غړیتوب لري.

حامد کرزي تېر ماښام پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل چې دا شورا له افغان ځواکونو او د طالبانو د تحریک له ځواکونو غواړي چې د جګړو، ګډوډیو او د غیر مسؤله کسانو د تحرکاتو مخنیوی وکړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

طالبانو هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې د دوی د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر دې پرون کابل ته رسېدلی وي.