فرانسې د نژادي توپیر په اړه د ملګرو ملتونو د 'دوربان' غونډه تحریم کړه

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون

فرانسه وايي، له هغو هېوادونو پر پله یې پل ایښی چې له یهودانو سره د ضدیت د سوابقو له کبله یې د نژادپالنې په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس تحریم کړی.

د ولسمشر ایمانوئل مکرون دفتر پرون جمعه (د زمري ۲۲مه) اعلان وکړ چې د دوربان په نوم د نژادې توپیر په اړه په دې کنفرانس کې به ګډون ونه کړي.

د دوربان راتلونکې غونډه د دې کنفرانس د شلمې کلیزې په مناسبت په نیویارک ښار کې جوړېږي.

د نژاد پالنې په اړه د ملګرو ملتونو لومړنی کنفرانس په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د جنوبي افریقا په دوربان ښار کې جوړ شو او له هماغه وخته د دې کنفرانس نوم هم دوربان شو. د همدې کنفرانس په نتیجه کې د دوربان اعلامیه او د نژاد پالنې پر ضد د اقدام پروګرام هم اعلان شول.

د نژاد پالنې په اړه د ملګرو ملتونو لومړنی کنفرانس په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د جنوبي افریقا په دوربان ښار کې جوړ شو

د فرانسې د جمهوري ریاست په بیان کې راغلي چې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دې کنفرانس په پخوانیو غونډو کې له یهودانو سره د ضدیت سابقې ته په پام سره پرېکړه کړې چې فرانسه به سږکال په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي.

متحدو ایالاتونو، بریتانیا، اسټرالیا، اسراییل او د لویدیځ یو شمېر نورو هېوادونو هم په دې کنفرانس کې له یهودانو سره د ضدیت د سوابقو په اړه اندېښنو ته په پام سره د دوربان سږنی کنفرانس تحریم کړی دی.

د دوربان کنفرانس په مخکنیو کلونو کې یو ځل د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د نښتو او د مرییتوب د میراث تر اغېز لاندې راغلی و، خو متحده ایالات، کاناډا او اسراییل د دې کنفرانس د پرېکړه لیک د مسودې په اړه چې پر اسراییل انتقاد په کې شوی و او صهونیزم له نژاد پالنې سره ورته بلل شوی و، د بحث له غونډې ووتل.

د کنفرانس د پرېکړه لیک متن چې نژاد پالنه، نژادي توپیر، له پردیو وېره او نه زغم یې غندلي وو، وروسته اصلاح شو او لانجمنې برخې ترې واېستل شوې.

په دې اسنادو کې همدا راز د مرییتوب له کبله د انسانانو پر کړاو خپګان ښودل شوی و.

یو شمېر لویدیځ هېوادونه په دې باور دي چې پر اسراییلو انتقاد او د دې هېواد له خوا د فلسطینیانو د ټاټوبي اشغال اکثرا د یهودانو پر وړاندې د کرکې په بڼه راڅرګندېږي خو فلسطینیان، عربي هېوادونه او یو شمېر نور هېوادونه وايي چې د فلسطینیانو د قلمرو د اشغال په خاطر پر اسراییلو انتقاد قانوني کار دی او له یهودانو د کرکې معنی نه لري.