د افغان جګړې دوام او د ملګرو ملتونو خبرداری: ښارونو کې به ناورین رامنځته کړي

ارشیف، په کندهار ښار کې جګړه

ملګرو ملتونو د افغانستان په ښارونو کې د جګړو د دوام په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دې ډول جګړو عواقب به ډېر خطرناک وي.

طالبانو په تېرو څو اونیو کې د چټک پرمختګ په ترڅ کې د افغانستان له نیمايي د زیاتو ولایتونو مرکزونه ونیول.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دویاریچ پرون جمعه (د زمري ۲۲مه) په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل، په ښارونو کې جګړه به یو ناورین وي.

دویاریچ زیاته کړه چې ملګرو ملتونو لا له مخکې په کندهار او لښکرګاه ښارونو کې د ملکي وګړو پر ژوند د ښاري جګړو د اغېز یادونه کړې، نو اوس په کابل کې د دې ډول جګړو تصور کولای شئ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دویاریچ

خو د سرمنشي ویاند زیاته کړه چې ملګري ملتونه دا مهال له افغانستانه د خپل ماموریت د اېستلو پلان نه لري او خپل فعالیت ته به دوام ورکړي.

بل خوا د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن هم د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان او سیمه کې له خپلو متحدانو سره کار وکړي، څو افغانستان یو ځل بیا د پخوا په څېر د تروریستانو په ځاله بدل نه شي.

ښاغلي جانسن پرون جمعه(د زمري ۲۲مه) په لندن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې لویدیځ باید په روان حال کې د افغان حکومت ترڅنګ کې ودرېږي.

نوموړي وویل: "هغه څه چې باید وکړو دا دي چې افغانستان ته به شا نه اړوو، بلکې د امنیت شورا د غړي او داسې یوه هېواد په توګه چې د سیمې په ستراتیژیکه راتلونکې کې ډېر زیات ښکېل یو، باید له خپلو شریکانو سره ګډ کار وکړو، څو دا یقین ترلاسه شي چې د افغانستان حکومت باید پرې نه ږدي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترورېزم په ډګر بدل شي."

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن هم د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودل

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ وايي، په افغانستان کې پر ملکي وګړو د حملو، هدفي وژنو او نورو جدي سرغړونو په ګډون د طالبانو د حملو له کبله د رامنځته شوي تشدد له کبله سخته اندېښنه لري.

سټولټنبرګ پرون جمعه (د زمري ۲۲مه) د شمالي اتلانتیک د شورا له غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل چې ناټو به په کابل کې خپل ډیپلوماتیک حضور ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه، طالبان باید پوه شي چې که افغانستان په زور ونیسي، نو نړیواله ټولنه به یې په رسمیت ونه پېژني.

د سټولټنبرګ په بیان کې راغلي چې ناټو د افغانستان د کړکېج سیاسي حل ته ژمنه ده.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ وايي چې په کابل به کې خپل ډیپلوماتیک حضور ته دوام ورکړو.

په همدې حال کې په شمال کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش او له اسلامي جمعیت څخه د جلا شوې ډلې مشر عطامحمدنور اعلان کړی چې د طالبانو پر ضد مقاومت ته به دوام ورکړي.

په یو بیان کې چې د مارشال دوستم پر رسمي فېسبوک پاڼه خپور شو راغلي دي چې دواړو مشرانو د بلخ له والي، د شاهین قول اردو له قوماندان او د دې ولایت له امنیتي چارواکو سره پرون په یوه غونډه کې په شمال کې او په تېره په بلخ او د فاریاب په مرکز میمنه کې د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د ولسي مقاومت پر همغږۍ او یووالي ټینګار شو.

عطا محمد نور او مارشال دوستم چې دوه نیمې لسیزې او بیا دوه لسیزې مخکې یې هم په شمال کې د طالبانو پرضد خونړۍ جګړې کړي دي ژمنه کړې چې د خپلو وینو تر وروستي څاڅکي پورې به مقاومت ته دوام ورکړي.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې د طالبانو پر ضد د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او ولسي پاڅونوالو د ځواکونو مشري به جنرال عطا محمدنور کوي او مارشال دوستم به هم پر ټولو عملیاتو او د جګړې پر کرښو څارنه کوي، د امنیتي دفاعي ځواکونو، ولسي پاڅونوالو او هوايي ځواک په چارو کې به سلامشورې ورکوي.

عطا محمد نور او مارشال دوستم چې دوه نیمې لسیزې او بیا دوه لسیزې مخکې یې هم په شمال کې د طالبانو پرضد خونړۍ جګړې کړي دي

طالبانو د جنبش او جمعیت د اعلان پر وړاندې تُند غبرګون وښود. د دې ډلې ویاند ذبیج الله مجاهد ازادي راډیوته وویل چې د طالبانو پر وړاندې د مخالفت نتیجه به د دوی لپاره درنه پرېوځي.

دی وايي: "دوی خبرو ته نه حاضرېږي، اوس هم د زور خبرې کوي، خو د ملت پرېکړه دا نه ده. ملت به د دوی مخه ونیسي. دوی څوک خپل سرۍ ته نه پرېږدي. تاسو به په لنډ وخت کې ووینئ چې دوی به په خپلو دې خبرو پښېمانه وي. یا به په ژوند پښېمانه کېږي او یا به د خلکو له تصمیم سره مخ کېږي او په مرګ به د دوی چاره کېږي او ولس به د دوی له شره خلاصېږي."

له دې مخکې ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو پر وړاندې د ډله ییز مقاومت اعلان کړی و.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون په ارګ کې له یوې امنیتي غونډې وروسته پر فېسبوک پاڼه ولیکل چې دولت به د وحشت او جهل د لښکر پر وړاندې ودرېږي او د دې يرغل پر وړاندې د ملي مقاومت ملاتړ به په ټول ځواک سره وکړي.

په ارګ کې سرچینو ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې طالبانو له افغان حکومته د قدرت د بې قید او شرطه سپارلو غوښتنه وکړه.

دوو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نومونه یې افشا شي، پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل، ولسمشرغني او نور افغان مشران د سولې خبرو او د سیاسي حل هرې بڼې ته ژمن دي، خو وايي چې د حکومت استعفا به په هېواد کې ګډوډۍ ته لاره پرانیزي نو ځکه یې پرېکړه کړې چې مقاومت به کوي.