جرمني: ایران دې اټمي تړون ته د ورګرځېدو لپاره لازم نرمښت وښيي 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له خپل ایراني سیال سره

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون چهارشنبه (د زمري ۲۰مه) له ایرانه وغوښتل چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره بېرته د ویانا خبرو ته ور وګرځي.

ده چې په برلین کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، نه شي کولای چې له ایران سره تر ابده خبرو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ماس وویل، که خبرې اوږدېږي، هغه لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کېږي چې تراوسه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترلاسه شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه وکړه چې ایران باید ژر تر ژره له "چمتوالي او لازم نرمښت سره " د خبرو میز ته حاضر شي.

په ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو په هدف شپږ پړاوه خبرې شوي دي.

دې خبرو کې د تړون د لاسلیک کوونکو هېوادونو روسیې، بریتانیا، فرانسې، جرمني او چین استازو ګډون درلود.

په ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو په هدف شپږ پړاوه خبرې شوي دي.

امریکا هم د تړون په لاسلیک کوونکو کې څخه ده، خو د ویانا په خبرو کې غیر مستقیم حضور لري.

د ویانا خبرې په دې هدف پيل شوي چې ایران بېرته اټمي تړون ته وګرځي او د نړۍ له قدرتونو سره کړې ژمنې پر ځای کړي،خو لا هم د امریکا او ایران ترمنځ دې هوکړې ته په رسېدو کې واټن ښکاري.

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یوه اړخیز ډول د ایران له اټمي تړونه ووت او بېرته یې پر دغه هېواد بندیزونه اعلان کړل.

له دې وروسته ایران هم کړې ژمنې ماتې کړې او په اټمي فعالیتونو یې لاس پورې کړ.