پر ټولنیزو رسنیو کمپاین؛ لسګونه زره افغانانو پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې

د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه نیولې د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال او دفاع وزارت د ویاند روح‌الله احمدزي پورې زرګونه کسانو پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د ټويټر او فېس‌بوک ټولنیزو شبکو یو شمېر افغان کاروونکو په یوه هشټګ پیلولو سره پر پاکستان د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې ده او دا کمپاین له دوو ورځو راهیسې روان دی.

د دوی په باور، دا چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې د طالبانو اصلي ملاتړی هېواد دی، باید له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي.

انجیلا احمدي چې د دې هشټګ «پر پاکستان بندیز»، (Sanctionpakistan#) له کاروونکو یوه ده، له ازادي راډيو سره په خبرو کې خپله غوښتنه داسې بیانوي: "هېوادوالو! که بل څه نه‌شئ کولای، لږترلږه د هېواد پر وړاندې د پاکستان د اوسنۍ جګړې پر ضد دا هشټګ شریک کړئ."

د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه نیولې د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال او دفاع وزارت د ویاند روح‌الله احمدزي پورې زرګونه کسانو پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د یو پلاوي لیدنه

دوی په دې اړه نه‌دي ویلي چې پر پاکستان دې څه ډول بندیزونه ولګېږي او په دې اړه‌یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

دا هشټګ یوازې په افغانستان کې پر ټويټر نه‌دی کارول شوی، بلکې د نړۍ پر کچه تر دې دمه ۱۴۰ زره ځلې کارول شوی دی. په فېس‌بوک کې هم د دې هشټګ شمېر ۱۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

په دې اړه غوښتنه داسې مهال وشوه چې طالبانو په تېرو څو روځو کې د افغانستان پر بېلابېلو ښارونو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

پاکستان پر دې هېواد د بندیزونو د غوښتنې د هشټګ په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې يې ویلي و چې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې وروستیو کې پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په پاکستان کې هر ډول تاوتریخوالی غندي او د افغانانو ترمنځ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

اسلام‌اباد وايي چې په قطر کې يې د سولې بهیر تسهیل کړی او طالبان‌یې هڅولي چې خبرو ته دوام ورکړي.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په دوحه کې پیل شول، خو دواړه لوري په دغو مذاکراتو کې هېڅ ډول نتیجې ته نه‌دي رسېدلي.