کونړ کې بورې او کونډې میندې: له جګړو او جنازو تنګ شوي یو، یتیمان نه شو مړولی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کونړ کې په جګړو کې د قرباني شوېو کسانو کورنۍ سوله غواړي او له حکومت او وسله والو طالبانو د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته دوام، اوربند او تل پاتې سوله راوستل غواړي.

د دوی په خبره چې له جګړو، جنازو او ویرونو په تنګ شوي او د هغې ورځې په هيله دي چې طالب او عسکر سره غاړه په غاړه وګرځي او د ورورۍ ژوند تېر کړي.

۳۰ کلنې حلېمه وايي، پنځه کاله وړاندې یې د جګړې له امله د ژوند ملګری له لاسه ورکړ خو اوس له ډېرو ستونزو سره مخ ده: "کونډه یم، درې یتیمان بچي لرم دا څو کاله کېږي چې کونډه شوې یم، هېڅ هم نه لرم چې بچو ته پرې څه واخلم."

۴۵ کلنه ګل بي بي هم په روانه جګړه کې کونډه شوې او د شپږو یتیمو ماشومانو پالنه ور له غاړې دي.

ګل بي بي وايي: "خاوند مې شهید شوی او شپږ ماشومان راته یتیمان پاتې دي، سرپرست نشته چې څوک راته څه راوړي، که په مدرسه کې یې واچوم هغوی هو راڅخه روپۍ غواړي، هېڅ څوک نه لرو غیر د یو الله څخه، جنګ دې ختم شي بس دی او نور دې سوله راشي چې نور ماشومان یتیمان نه شي."

د کونړ مرکز اسعداباد

دا یوازې حلېمه او ګل بي بي نه ده چې جګړې ترې د ژوند ملګري اخېستي او یتیمان ورته پاتې شوي، بلکې د دوی په څېر زرګونه خویندې شته چې په ځوانه ځوانۍ کې کونډې شوې او بچې يې د پلرونو له سیوري بې برخې شوي.

د همدې وژل شوېو ځوانانو میندې يې د بچو مړېنې پر ژړا ستړې کړې او د ناروغۍ په بستر پرتې دي.

له دوي څخه يوه يې ۵۰ کلنه عاطفه ده وایي، تېرکال يې زلمی زوی اسعداباد ته مخامخ په امنیتي پوسته کې وژل شوی او له هغې ورځې ناروغه شوې ده: "خړه غونډۍ کې مې ځوان زلمی زوی شهید شو، خو هېڅ څوک زموږ اواز نه اوري، نه دي خبر ، ښځه یې راته پاتې شوه هېڅ هم نه لرو، په کور کې بس هم دا وایو چې نور دې خدای دا جنګونه ختم کړي او سوله دې راشي."

دوی له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خپلې ټولې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي او د پردیو په اشارو دې یو بل نه وژنې او وطن دې نه ورانوي.

په کونړ کې یو شمېر کونډې او بورې میندې په داسې حال کې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو د جنګ بندولو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي.

طالبانو د کونړ د ناړۍ او غازي اباد او د نورستان د دواب، منډول، کامدېش او برګېمټال ولسوالیو ترڅنګ د یو شمېر ولایتونو مرکزونه او له دوه سوه د زیاتو ولسوالیو د نیولو دعوه کړې ده.

له دې سره په قطر کې د دواړو لوریومرکچي پلاوو خبرې لا تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسیدلي.