ځینو افغان ورزشکارانو او ورزشي فدراسیونونو له افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

دغه ورزشکارانو او ورزشي فدراسیونونو ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغان خاورې حقیقي ساتونکي دي.

له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو شمېر افغان ورزشکارانو او ورزشي فدراسیونونو د ملاتړ اعلان.

دغه ورزشکارانو او ورزشي فدراسیونونو ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغان خاورې حقیقي ساتونکي دي او په دې برخه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د افغانستان د پنځه ګونو ورزشي فدراسیونونو رئیس خوشحال سروري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۳» په دې اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل، افغان ورزشکاران په یو غږ له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

ښاغلی سروري زیاتوي: "ټول ورزشکاران چې نن دلته راټول شوي دي، له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو نه په یو غږ ملاتړ کوي، زما غږ د ټولو ورزشي فدراسیونونو د مسؤلینو او دلته د راټولو شویو ټولو ورزشکارانو غږ دی."

په دې غونډه کې د تورې وهنې، نښې ویشتنې، منډې، اس ځغلولو او د لامبو وهلو فدراسیونونو مسؤلینو او ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

په ورته وخت کې په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، افغان ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو حملې په شا تمبولې دي.

په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر

ښاغلي عمر وویل، طالبان هېڅکله د افغانستان پرمختګ نه‌غواړي او د ده په وینا چې ټولنه به هېڅکله شاته ولاړه نه‌شي.

ښاغلی عمر وايي: "هر څوک که هڅه وکړي چې د بدلې شوې ټولنې پر مخ تور رنګ وشیندي او دا ټولنه یو رنګ کړي، په ټولنه کې ځای نه‌لري، طالبان ټولنه له راولپنډۍ، کوېټې او دوحې ګوري، د ټولنې ۲۰ یا پنځه ۲۵ کاله شاته وړل ناممکن دي، دوی که تېره شپه د افغانانو د تکبیر د نارو غږونه اورېدلي وي مطمئن یم چې سخت به خجالت شوي وي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي دي چې الله اکبر د دغه ډلې شعار دی، نه د هغه چا چې ښاغلي مجاهد سیکولران بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال هم په هرات، هلمند، کندهار، تخار او شبرغان ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې وسله‌والې نښتې روانې دي چې له امله‌يې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او دغه‌شان زرګونه نور له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي دي.