د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د الله اکبر نارې؛ ګڼو ولایتونو کې خلکو له روانو جګړو سره مخالفت وښود


ارشیف، عکس تزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

تېره شپه په کابل، ننګرهار، خوست، کندهار، کونړ او نورو ولایتونو کې په سلګونو ولسي خلک د 'الله اکبر' په نارو سره د وسله والو طالبانو له روانې جګړې سره خپل مخالفت څرګند کړ.

د دغه ولسي حرکت برخوال وايي، دوی په دې ډول وغوښتل له افغان امنیتي ځواکونو هم خپل ملاتړ څرګند کړي.

د کابل د مرکزي برخې په یوه چوک کې په لسګونو ځوانان ددې لپاره راغونډ شوي وو او د افغانستان بیرغ یې له ځانونو سره لېږداوه او د الله اکبر تر څنګ یې د کابل ټټېدل وبلل: "د کابل ټیټېدل، ناممکن، ناممکن. نعره تکبیر: الله اکبر"

د ښار په بله څنډه کې پارېدلو کسانو مرګ پر طالب او مرګ پر پاکستان شعارونه هم ورکول.

د کابل اوسېدونکو خالد امیري او نصیب الرحمن وویل: "موخه مو دا ده چې موږ سوله غواړو. په خپل هېواد کې د پاکستان او طالبانو لاسوهنه نه غواړو.

-موږ په دغه حرکت کې د دې لپاره برخه اخیستې ده چې د پاکستان او نورو هېوادونو لاس وهنه په خپل هېواد کې نه غواړو او د جګړې مخالف یو."

په کندهار کې هم چې جګړې یې د ښار تر څنډو رسېدلې په سلګونو کسانو په دغه ولسي حرکت کې برخه واخیسته.

د دغه ولایت یوه اوسېدونکي کمال ازادي راډیو ته وویل: "موږ د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ درېږو. زموږ هر یو سرتېری او د ملي اردو یو سرباز یو. موږ هر یو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره شپه او ورځ د دوی په خدمت کې یو."

د کندهار ښار یوه څنډه
د کندهار ښار یوه څنډه

تېره شپه د خوست په مرکزي چوک کې هم په لسګونو ځوانانو د الله اکبر په نارو سره له امنیتي ځواکونو خپل د ملاتړ څرګندونه وکړه: "ناره تکبیر: الله اکبر"

د وسله والو طالبانو د جګړې په مخالفت او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د الله اکبر په نارې سره ولسي حرکت لومړی وړمه شپه په هرات کې پیل شو چې ګڼ کسان د خپلو کورونو بامونو ته راووتل او په دې ولسي حرکت کې یې برخه واخیسته. دغه حرکت په ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس وموند.

په ټولنیزو شبکو کې ګڼو کسانو له الله اکبر سره د هشټګ په کارولو سره د دغه کمپاین په پراختیا کې برخه واخېسته. دغه هشټګ په لسګونو زره کسانو لاس په لاس کړی دی.

د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر، د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا (PTM) مشر منظور پښتین، د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړي محسن داوړ، د افغانستان نورو سیاستوالو او چارواکو هم دغه هشټګ کارولی دی.

د وسله والو طالبانو د حملو په مخالفت او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ دغه حرکت چې خودجوشه بلل کېږي، داسې وخت پیلېږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو شدت سخت شوی دی.

خو د جګړو، وژنو او بېرې له فضا سره- سره تېره شپه د الله اکبر او نورو نارو د ګڼو ولایتونو د فضا خاموشي ماته کړه.

XS
SM
MD
LG