جمهور رئیس غني د سولې او جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړ.
ښاغلی غني وايي، ده خپل انتخاب کړی، او اوس وار د طالبانو دی چې باید له سولې او جګړې یو وټاکي.
ښاغلي غني نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۱» د ملي شورا په فوقالعاده غونډه کې وویل، د هېڅ ويجاړوونکې ډلې پر وړاندې به تسلیم نهشي او که طالبان جګړه غوره کړي، د جګړې په ډګر کې به هم ماته ورکړي.
هغه وویل: "یا د سولې خبرو په واقعي مېز زنګون په زنګون کېنوو، یا یې د جګړې په میدان کې زنګنونه ماتوو. موږ خپله ټاکنه کړې، طالبان او ملاتړي دې خپل انتخاب وکړي."
د ملي شورا فوقالعاده غونډې ته د اشرف غني وينا
جمهور رئیس غني افغانستان له یرغل سره مخ وباله او له ټولو یې وغوښتل چې د دې تجاوز پر ضد ودرېږي.
د افغانستان جمهور رئیس د طالبانو روانه جګړه فتنه وبلله او پر افغانانو يې د یووالي غږ وکړ. هغه د ملي شورا له غړو هم وغوښتل چې د روانې جګړې پر ضد خلک بسیج کړي.
جمهور رئیس غني طالبان تورن کړل چې سولې ته لېوال نهدي او د دې بهیر لپارهیې د افغان حکومت له ښه نیت ناوړه استفاده وکړه.
ښاغلی غني زياتوي: "موږ ډېره نرمي وښوده او داسې ګامونه مو واخیستل چې د نړۍ په هېڅ کونج کې یې حکومت د پورته کولو جرأت نهلري، خو زموږ دښمن نهیوازې د سولې خوا ته ګام وانهخیست، بلکې زموږ اخلاص او صداقتیې کمزوري وګڼله او تاسې شاهد یاست چې جنګیې پر موږ تحمیل کړ."
د ملي شورا فوقالعاده غونډې ته د اشرف غني وينا
د افغانستان جمهور رئیس طالبان د تېر په پرتله خونړي یاد کړل او دا یې هم وویل چې له بهرنیو ترهګرو سرهیې د اړیکو د پرېکون پر ځای، دا اړیکې لا ټینګې کړې دي.
خو طالبان بیا د جمهور رئیس غني تور ردوي او ویاند یې ذبیحالله مجاهد وايي، نهیوازې دا چې بهرنیو ترهګرو سره اړیکې نهلري، بلکې سولې ته هم ژمن دي.
ښاغلي غني د افغانستان روان وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویېویل، د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته د مدیریتي ضعف له امله یوه تشه جوړه شوې چې اوس په ډکېدو ده.
هغه زیاته کړه، تر راتلونکو ۶ میاشتو به وضعیت بدلون وکړي او د دې بدلون لپارهیې هر اړخیز پلان جوړ کړی چې اوس د عملي کېدو په حال کې دی.
د ملي شورا په فوقالعاده غونډه کې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي شورا په ملاتړ ټینګار وکړ او ویېویل، د ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ د دې ځواکونو روحیه لا پیاوړې کړې ده.
د ملي شورا فوقالعاده غونډه کې د افغانستان ولسمشر او د دغې شورا د دواړو جرګو رئيسان او اداري پلاوي
ښاغلي رحماني له طالبانو وغوښتل چې جګړه پرېږدي، ځکه په خبرهیې دا لاره ګټونکی نهلري.
ښاغلی رحماني زياتوي: "طالبان باید پوه شي جګړه او د تاوتریخوالي دوام یوه بایلونکې لوبه ده چې هېڅ ګټونکی نهلري او زیانمنونکي یې زموږ عادي خلک او بېوزلې ټولنه ده. ملي شورا به د دولت د یوه مهم رکن په توګه د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ، له اجرائیه قوې سره ودرېږي."
د ملي شورا په فوقالعاده غونډه کې د دواړو جرګو لهخوا یوه اعلامیه هم خپره شوې چې پهکې له جمهوریت، امنیتي او دفاعي ځواکونو او په هېواد کې د تلپاتې او رښتينې سولې څخه غوڅ ملاتړ اعلان شوی دی.
جمهور رئیس غني داسې مهال د ملي شورا په فوقالعاده غونډه کې د سولې او جګړې په اړه وینا وکړه چې همدا اوس د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او هره ورځ ترې د مرګژوبلې خبرونه خپرېږي.