پر چینايي کارګرانو حملې؛ قریشي: دا بریدونه د پاکستان روحیه نه شي کمزورې کولی

د کوهستان برید؛ په دې برید کې ۹ چینايي کارګران وژل شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد کړي وویل، په پاکستان کې پر چینايي کارګرانو حملې د دې هېواد د دښمنانو کار دی. پاکستاني چارواکي دا اصطلاح عموماً د تروریستي ډلو د غړو لپاره کاروي.

ښاغلي قریشي په کراچۍ ښار کې د چهارشنبې ورځې د برید چې دوه چینايي کارګران یې ټپیان کړل او پر یوه بس د دوو اونیو مخکې چاودنې چې نهه چینايي وګړي یې ووژل یادونه وکړه او ویې ویل، دا حملې د پاکستان روحیه نه شي کمزورې کولای.

د چهارشنبې ورځې د وسله وال برید په اړه د پاکستاني پولیسو په لومړني راپور کې ویل شوي و چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی چینايی وګړی، د کراچۍ د اټمي برښنا د بټۍ انجینر و، خو په دې پسې پولیسو په یوه بل راپور کې د اټمي بټۍ خبره لېرې کړه او یوازې دومره یې وویل چې په برید کې دواړه ټپي شوي چینایان د فابریکو کارګران وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې هېواد کې د چین په مرسته په جوړېدونکو تاسیساتي پروژ کې پر چینایي وګړو د حملو پړه د پاکستان پر دښمنانو اچولې.

د کراچۍ په اټمي بټۍ کې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د دې تاسیساتو د پراخولو کار روان دی. دا د پاکستان د انرژۍ په سکټور کې تر ټولو لویه پانګونه ده چې لس میلیارد ډالرو ته رسېږي او لګښت چین ورکوي. تمه ده چې دا دوه اټمي ریکټرونه په روان او راتلونکي ۲۰۲۲ کال کې په فعالیت پیل وکړي.

د دوهمې چاودنې په اړه چې د خېبرپښتونخوا په بر کوهستان ولسوالۍ کې وشوه، هم پاکستاني چارواکو په پیل کې ویل چې یوه تخنیکي عارضه په بس کې د ګاز د لیک کېدو او وروسته د چاودنې باعث شوه، خو وروسته د تحقیقاتو په پایله کې روښانه شوه چې ډرېور د بس کنټرول وروسته له هغه له لاسه ورکړ چې مخې ته یې یوه موټر بم چاودنه وشوه. په بس کې څلوېښت چینايي کارګران ناست وو چې د یوه هایدرولیک بند د رغونې لپاره روان وو. په دې پېښه کې نهه چینایان او درې پاکستاني کارګران مړه شول.

په دې اړه نور: قریشي: د پاکستان دښمنان د چینایي شرکتونو کار کوونکي په نښه کوي

قریشي په خپلو څرګندونو کې وویل چې دښمنان غواړي پاکستان کمزوری کړي خو ده زیاته کړه چې هغوی به په دې کار ونه توانېږي.

د جنوبي سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د چین په مالي لګښت ګڼې رغنیزې پروژې هم پیل شوې دي.

چین په وروستیو څو کلونو کې په پاکستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې، خو دې پانګونو د هغو بېلتونپالو ډلو مخالفتونه پارولي چې وايي، د دوی ولسونو ته د دې پروژو هېڅ ګټه نه رسېږي.