ایران کې سُني مشر عبدالحمید: وروستي اعتراضونه د اوبو د کمبود لپاره نه دي

د ایران د سنیانو مهم مشر مولوي عبدالحمید

د ایران د سنیانو مهم مشر مولوي عبدالحمید د خپل هېواد پر سیاسي وضعیت انتقاد کوي او وایي چې په خوزستان کې وروستي اعتراضونه یوازې د اوبو د کمبود لپاره نه دي.

مولوي عبدالحمید چې په زاهدان کې د جمعې د لمانځه امام هم دی 'سني انلاین' وېب پانې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، د ابراهیم رییسي حکومت د دوی وروستۍ هیله ده.

ښاغلي رییسي د ایران په وروستیو انتخاباتو کې بریالی شو او تمه ده چې راتلونکې اوونۍ رسماً کار پیل کړي.

مولوي عبدالحمید زیاتوي، هیلې شته خو که ښاغلی رییسې ونه توانېږي چې د واقعیتونو له مخې پرېکړه وکړي، نو راتلونکې ته به زموږ هیلې په ناهیلیو بدلې شي.

د ایران د سنیانو یو مشر وايي، واقعیتونو ته نه پاملرنه د وروستیو مظاهرو سبب شوې ده

مولوي عبدالحمید او د سیستان بلوچستان د سنیانو یو شمېر نورو مشرانو د ایران په وروستیو ټاکنو کې د ابراهیم رییسي ملاتړ وکړ.

مولوي عبدالحمید په خوزستان کې د روانو مظاهرو په اړه وویل، د ناسم مدیریت او لوږې له امله ښکاره ده چې عقدې او نارضایتۍ زیاتیږي.

مولوي عبدالحمید زیاتوي، د ایران عربان خپل وضعیت په فارس خلیج کې د عربي هېوادونو له عربانو سره پرتله کوي چې څرنګه هوسا ژوند لري او د دې سربېره چې د دوی په سیمه کې ډېرې طبیعي زېرمې شته خو بیا هم له لوږې او سختیو سره مخامخ دي.

د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان ایالت استوګن سني عربان دي چې له کلونو راهیسې له تبعیضه شکایت کوي.

په دې سیمه کې له دوو اونیو راپه دې خوا د اوبو د کمبود په خاطر مظاهرې روانې دي. د دې اعتراضونو لمن نورو سیمو ته غځېدلې ده ان تهران ته رسیدلې ده.

مولوي عبدالحمید وویل، د ابراهیم رییسي حکومت د دوی وروستۍ هیله ده.

حکومت له څو ورځو راپه دې خوا په خوزستان کې انټرنیټ قطع کړی دی او د ایران لپاره د ازادي راډیو څانګه، فردا راډیو د راپورونو په استناد د سلګونو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي په خپله وروستۍ وینا کې د خوزستان اعتراض کوونکي مخاطب کړل او ویې ویل چې دښمن ته پلمه مه جوړوئ. ده ټینګار وکړ چې د اوبو د کمېدو ستونزه جدي ده.

په دې اړه نور: خامنه اي: د خوزستان مظاهره چیان دې دښمن ته وسله په لاس نه ورکوي

مولوي عبدالحمید چې په ایران کې د سُنیانو له مهمو مشرانو څخه ګڼل کېږي، په ګاونډیو هېوادونو او فارس خلیج هېوادونو کې د سُنیانو وضعیت تر ایران ډېر ښه ګڼي.

لږکي نه شي کولی چې ایران کې ولسمشرۍ ته ورسیږي

دی وایي، د کُردانو شرایط په عراق او ترکیه کې د ایران د کُردانو پرتله ښه دی، ترکیه کې څو وزیران او یو شمېر نور چارواکي کُردان دي، همدا راز پارلمان کې په لسګونو استازي لري او عراق کې هم د کُردستان اقلیم د کُردانو لاس کې دی او ولسمشر هم کُردی دی.

دی زیاتوي چې د ایراني کُردانو او بلوڅانو له تکړه خلکو باید کار واخیستل شي، خو دولت د هغوی په کیسه کې نه دی.

د ایران د قوانینو له مخې که څوک ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي باید د هېواد پر رسمي مذهب چې شیعه دولس امامه دی، باور ولري، نو نور لږکي نه شي کولی چې په دې هېواد کې ولسمشرۍ ته ورسیږي، که څه هم نور مقامات لکه د ولسمشر مرستیال او وزارتونه د قانون له پلوه د اقلیتونو پرمخ نه دي تړل شوي، خو تراوسه په ایران کې د اقلیتونو هېڅ څوک دې مقامونو ته هم نه دي رسیدلي.