تهران کې مظاهره چیانو "خامنه اي حیا وکړه او واک پرېږده" شعارونه ورکول

په تهران کې مظاهره چیان

مظاهره چیانو په تهران کې د "خامنه اي حیا وکړه او واک پرېږده" او "مرګ په دیکتاتور" شعارونه ورکول.

موټر سایکل سپرو او موټرچلوونکو هم د مظاهره چیانو په ملاتړ هارنونه وهل.

د ایران د والي مرستیال حمید رضا ګودرزي ویلي، خلک په جمهوري واټ کې لاریون ته وتلي وو او علت یې بي برقي ښودل شوې.

د لاریون یوه عیني شاهد د ازادې اروپا راډیو فردا څانګې ته چې د ایران اړوند خپرونې لري په یوه پیغام کې داسې ویلي: "زه د جمهوري او حافظ واټونو منځ کې ووم. ډېر بېروبار و. مظاهره چیان په پیاده رو کې وو. عسکر هم د څلورلاري شمال خوا ته ولاړ وو. شعارونه دا وو چې 'نه غزه نه لبنان جانم فدای ایران'، 'تا خون کفن نه شود این وطن وطن نه شود'. 'خوزستان حمایتت می کنیم' اصلاً دا غوښتنې د اتحادیو یا صنفي غوښتنې نه وې بلکې خلکو په ټوله کې رژیم هدف ګرځولی."

تېرو ورځو کې هم د ایران په څو ښارونو له هغې ډلې تبریز، شمالي خراسان او البرز کې د خوزستان د خلکو په ملاتړ مظاهرې شوي.

معترضان در ولایت خوزستان ایران

په خوزستان کې د سختې ګرمۍ پر مهال د اوبو کمښت او د برښنا پرچاوي خلک اړ ایستل چې لاریون ته راووځي.

په خواله رسنیو خپرې شوې وېډیوګانې چې خلکو اخیستي ښيي چې عسکر ډزې کوي. ان په ځینو ویډیوګانو کې خلک هدف ګرځي او په ځمکه لوېږي.

د راپورونو له مخې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، خو د رژیم منتقدین په دې باور دي چې دا شمېر ښايي په مراتبو لوړ وي.

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د خوزستان له مظاهره چیانو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دغه وزارت ویاند نېډ پرایس رسنیو ته وویل چې په خوزستان کې د ډزو راپورونه څاري او ایرانیان باید د لاریونونو له حقه بې برخې نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس

په خوزستان کې د انټرنېټ د بندېدو راپورونه هم راځي چې له امله یې له دې ښاره د خبرونو او راپورونو د خپرېدو امکان لا کم شوی.

په ایران کې وړم کال د ۱۳۹۸ کال په لړم/عقرب میاشت کې د رژيم پر ضد سختې مظاهرې وشوې چې په کې په پراخه کچه مظاهره چیان وځپل شول.

امریکا ویلي و چې تر یو نیم زر مظاهره چیان هغه وخت د ایراني عسکرو له خوا وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

خو رژیم بیا په دومره لوړ شمېر مرګ ژوبله کلکه رد کړې وه. ایران د امریکا د سختو اقتصادي بندیزونو په پایله کې د پيسو د ارزښت له ډېر کمېدو، اقتصادي ځوړتیا او بیو له لوړوالي سره لاس او ګرېوان دی.

دې وضعیت خلک اړ کړي چې لاریون وکړي.