د امریکا دفاع وزیر: د افغان ځواکونو لومړنۍ دنده د طالبانو د پرمختګ راکمول دي

د امریکا دفاع وزیر لوید استېن

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې پراخېږي او وسله‌وال طالبان د پراخو سیمو د نیولو ادعاوې کوي، د امریکا دفاع وزیر وايي، افغان ځواکونه د سیمو د بېرته نیولو ممکنه هڅو نه وړاندې باید د طالبانو د پرمختګ ځواک او تحرک مخه نيولی وای.

روېټرز خبري اژانس لیکلي چې لوید استېن پرون الاسکا ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونه د مهمو ګڼ مېشتو مرکزونو په اطراف کې راټول شوي.

ښاغلی استېن زیاتوي: "موږ د دوی [افغان ځواکونو] پرمختګ ته په تمه يو. دوی د دې ظرفيت او وړتيا لري چې پرمختګ وکړي او د طالبانو د پرمختګ مخه ونيسي، خو وبه ګورو چې څه کېږي."

ښاغلي استېن زیاته کړه، په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي، لومړی کار چې باید وشي، هغه د طالبانو چټک پرمختګ مخنیوی دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي و چې د اټکل له مخې د طالبانو فعالیتونه له نیمو زیاتو ولسوالیو ته پراخ شوي.

بیا د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف د طالبانو د عملیانو د مخنیوي لپاره هوايي بریدونه کړي.

د پنټاګون ویاند جان کربي

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و چې له افغان ځواکونو به ملاتړ کوي او د سولې د ځنډنۍ خبرو لپاره به ډيپلوماتیکې هڅې څو چنده زیاتوي.

ښاغلي بایډن افغان کډوالو ته د ویزې ورکولو لپاره ۳۰۰ ملیونه بېړنۍ مرسته هم منظور کړه.

روېټرز لیکلي چې افغان ځواکونه له وسله‌والو مخالفینو سره په جګړه کې هڅه کوي چې د کابل په ګډون لویو ښارونو، مهمو سرحدي سیمو او زېربناوو ته پاملرنه زیاته کړي.

د روېټرز په راپور کې دا هم راغلي چې طالبانو په دې وروستیو اوونیو کې خپلې حملې چټکې کړي او هڅه‌یې دا ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون د ۳۴ لویو ښارونو تر څنډو ځانونه ورسوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې په تېرو دوه‌نیمو میاشتو کې یې له ۱۹۰ زیاتې ولسوالۍ لاندې کړې دي.

افغان حکومت بیا وايي چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه‌یې د ملکي تلفاتو د مخینوي لپاره بل ځای ته انتقال کړي چې دا د ولسوالیو د سقوط معنی نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې چې په کندهار کې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې ځینو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

هڅه مو وکړه چې د امریکا دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه د افغان حکومت په ځانګړې توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ویاندویانو نظرونه راواخلو، خو د ازادي راډيو د پيغامونو له لیدو سره بیا هم زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

یو شمېر طالب جنګیالي

خو تېره ورځ د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډيو ته وویل چې د ولسوالیو او مهم بندرونو د بېرته نیولو لپاره عملیاتي پلان چمتو شوی او ډېر ژر به‌یې له مخې ځینې سیمې او ولسوالۍ بېرته ونیول شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه‌یې له طالبانو لسګونه ولسوالۍ بېرته نیولي چې تر ټولو وروستۍ هغه‌یې وړمه ورځ د هرات د کروخ ولسوالۍ مرکز و.