د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره هرات ولایت ته د افغانستان ولسمشر سفر

ولسمشر غني په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره لیدنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره هرات ولایت ته ولاړ.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۸» هرات ته په داخلېدو سره په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره لیدنه وکړه.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند لطیف محمود وویل چې د افغانستان ولسمشر د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی.

هغه زیاته کړه: "ولسمشر اشرف غني د یوه لوړپوړي هیئت په مشرۍ هرات ولایت ته سفر کړی. ولسمشر له ځايي چارواکو سربېره له قومي مخورو او متنفذینو سره هم ګوري."

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي غني د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان په لوېدیځ کې امنیتي او دفاعي سکټورونو ته لارښوونه کړې څو د وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅې وکړي.

د ارګ د اعلامیې پر بنسټ ولسمشر غني د هرات له یوه پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل سره هم کتلي او دواړو لورو په هرات کې د روان وضعیت او د افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې کړي.

له جمهور رئیس غني سره د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل لیدنه

محمد اسماعیل په هرات کې د طالبانو په لاس د ولسوالیو د پرله‌پسې سقوط په پایله کې ولسي پاڅون کوونکي راټول کړل ترڅو د دغې ډلې پر ضد جګړه وکړي.

دا پخوانی جهادي قوماندان، په هرات کې د طالبانو د حملو زیاتوالي ته په کتو سره وايي چې دا بلواګره ډله د زور له لارې پر افغانستان نه‌شي واکمن کېدای.

ښاغلی اسماعیل وايي: "موږ د سولې لپاره ډېر انتظار ووېست او په تېرو کلونو کې هم هڅې وشوې، خو موږ د سولې شاهد نه‌یو. متأسفانه د حکومت مقابل لوری راضي نه‌دی چې سولې ته غاړه کېږدي او دوی غواړي د زور له لارې واک ترلاسه کړي او پر افغانستان مسلط شي."

په داسې حال کې ولسمشر غني هرات ته سفر کوي چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او د حکومت د پلاوو ترمنځ د اوربند او تشدد د کموالي لپاره مذاکراتي ناسته له دوو ورځو وروسته د اوربند په نه‌اعلانېدو پای ته ورسېده.

دوحه کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوي او د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي ترمنځ خبرې

تېره اوونۍ د هرات والي عبدالصبور قانع ویلي و چې د هرات ډېری ولسوالۍ، همداراز د اسلام کلا او تورغونډۍ سوداګریز بندرونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

د هرات ولایت یو اوسېدونکی بصیر احمد وايي چې د هرات پر ښار د طالبانو له احتمالي حملو وېرېږي.

دی له ولسمشر غني غواړي چې هرات کې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي په خاطر اقدامات وکړي.

بصیر احمد وايي: "زه د هرات د اوسېدونکي په توګه اندېښمن یم چې دا ښار د طالبانو په لاس سقوط ونه‌کړي. له ولسمشر غواړم چې هرات ته په خپل سفر کې لاسته راوړنې هم ولري."

دا د ولسمشر غني ۱۱ سفر دی چې د خپل واک له پیل څخه‌یې تر دې دمه هرات ولایت ته ترسره کوي.

په دې سفر کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ولسمشر د دفتر رئیس متین بېګ، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم کټوازی او د ولسمشر ستر سلاکار عبدالوحید قتالي د هغه ملتیا کوي.