سپین بولدک کې د روېټرز خبریال سره د کمانډو یو چارواکی او د هغه ساتونکی هم وژل شوي

د روېټرز فوټو ژورنالېست دانش صدیقي

امنیتي سرچینې وايي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د روېټرز د فوټو ژورنالېست سره د کمانډو ځواکونو د عملیاتو مرستیال صدیق کرزی او د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي د روېټرز فوټو ژورنالېست دانش صدیقي چې د افغان ځانګړو ځواکونو سره د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د خبري پوښښ لپاره تللی و، نن سهار د وسله‌والو طالبانو په حمله کې وژل شوی دی.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "نن سهار اته بجې د سپین بولدک پر چوک د روېټرز خبري اژانس د کابل یو کارکوونکی چې سپین بولدک ولسوالۍ ته د عملیاتو د خبري پوښښ لپاره تللی و د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا وژل شوی دی."

د کندهار د والي ویاند په پېښه کې د نورو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه‌وايي، خو یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي رادیو ته وویل چې د روېټرز د خبریال سره د کمانډو ځواکونو عملیاتي مرستیال صدیق کرزی او د هغه یو ساتونکی هم وژل شوي دي.

د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ټپيان شوي کسان چې په چمن کې په یوه روغتون کې بستر دي.

د سرچینې په وینا پېښه دقیقاً د سپین بولدک ولسوالۍ د هوت غره ته نږدې رامنځته شوې او دغه کسان د وسله‌والو طالبانو په هدفي برید کې په نښه شوي او وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د کندهار د امنیتي چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

په عین وخت کې یو شمېر افغان سیاستوالو، یوناما، د امریکا سفارت او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د روېټرز د خبریال وژل کېدل غندلي.

په جنوب کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر عبدالسمېع غیرتمل یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د تېرو درې ورځو راهیسې جګړې روانې دي، افغان ځواکونو نن سهار د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره له تخته پل ولسوالۍ څخه عملیات پیل کړل چې د چارواکو په وینا دغه ولسوالۍ یې له وسله‌والو طالبانو بېرته نیولې ده.

امنیتي چارواکو تر اوسه د سپین بولدک د تلفاتو په اړه معلومات نه‌دي ورکړي .

خو د کندهار میرویس روغتون ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له سپین بولدک، د کندهار ښار د شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې او ۱۵مې حوزې څخه د جګړو له امله څلور مړي او ۳۵ زخمیان وروړل شوي چې د ټپیانو له جملې ۳۱ یې ملکیان دي.

د کندهار روغتون کې یو شمېر ټپيان

د کندهار ښار په څلورو حوزو کې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې جګړې روانې دي چې له امله‌یې شاوخوا ۵،۰۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او د ښار نورو برخو ته‌یې پناه وړې ده.

د کندهار امنیتي چارواکو نن په یوه تازه پرېکړه کې په کندهار ښار کې له نهو بجو بیا د سهار تر پنځو بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.