ارواپوهان: د خوښۍ مراسمو کې د معتادينو ونډه هغوی نشې پرېښودو ته هڅوي

ارشیف، هرات کې په موسیقي او د خوښیو په محفلونو د معتادینو درملنه

زرګونه معتادين د اختر په ورځو کې له کورنيو څخه لیرې د سړکونو پر غاړه او يا په کنډوالو کې شپې او ورځې تېروي، خو د دوی په زړونو کې داسې درد پټ دی چې د دوی ذهن سخت ځوروي.

یو له دغو معتادینو پردېس دی چې څو اخترونه‌يې له کوره لیرې پر تش ډګر يا کنډوالو کې تېر کړي، ده په دې وروستيو وختونو کې ځان د درملنې په يوه مرکز کې بستري کړی دی.

د پردېس اوس هم هغه ورځې يادې دي چې اختر به و او ده به اختر له خپلې کورنۍ سره يوځای لمانځه، خو نشې له هغه څخه هم روغتيا او هم خوښي واخيسته.

پردېس وايي: "پخوا چې جوړ وم په اختر کې به مېلې ته تلم، خويندې به مې هم خوشحاله وې او وروڼه به مې هم خوشحاله وو، اوس په یو داسې ناروغۍ ککړ شوی يم چې ډېر مې ځوروي. اوس د يوه زنداني غوندې په دې روغتون کې زنداني يم، دا اختر چې راته کورنۍ ته مې وويل چې د اختر پر لومړۍ ورځ مې وباسئ چې ستاسې سره مېلې ته ولاړ شم، خو نه کورنۍ او نه هم ډاکترانو اجازه راکړه، ډېر سخت نهيلی شوم، بيا به مې ويل چې خپله دې ځان په دې ناروغۍ اخته کړی دی اوس نو ځان ورته ټينګ کړه."

ارشیف، کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یو شمېر معتادین

د خوښۍ په مراسمو، په تېره بيا د اختر په خوښۍ کې د معتادينو شريکول هغوی د نشې پرېښودلو ته هڅوي.

د نشه‌يي موادو د مخنيوي په برخه کې علمي تجربې ښيي چې د يو چا يوازيتوب، معتاد ته د کورنۍ له‌خوا پام نه‌کېدل او د هغه نه‌څارل د دې لامل کېږي چې نوموړی نشو ته پناه یوسي.

ارواپوهان وايي چې ډېری وختونه د کورنۍ له ګرانښت څخه محروميت د دې لامل کېږي چې يو معتاد ځان ګناهکار وګڼي، دغه ډول معتادين که څه هم د درملنې په ارزښت پوهېږي، خو بيا هم د ژوند تر پايه پورې نه‌غواړي چې درملنه‌يې وشي.

واحدالله چې د معتادينو په يوه روغتيايي مرکز کې تر ۱۰ کلنې نشې وروسته بستري شوی وايي، څنګه چې يې نشه پرېښوده او خپل کور ته ورسېد، بس همدا د ده اختر دی.

واحدالله زیاتوي: "نهه مياشتې مې له کوره دباندې تېرې کړې، هغه وخت جوړ نه‌وم، لکه زهر ترخه وختونه و، خو اوس د درملنې په روغتيايي مرکز کې بستري يم او خوښ يم چې جوړ شم او له روغتون څخه ووځم، زما لپاره دغه اختر دی، هغه اختر څه کوم چې زه ناروغ يم."

د افغانستان د ډېری بې‌سرپناه معتادينو کورنۍ په ګاونډيو هېوادونو کې اوسېږي او دوی په زور له دې هېوادونو څخه راشړل شوي دي، خو د درملنې روغتيايي مرکزونو ساحوي کارکوونکي بيا وايي، ډېری بې‌سرپناه معتادين هغه څوک دي چې خپلو کورنيو شړلي دي، د دوی کورنۍ د دې پر ځای چې له دوی سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته وکړي، هغوی د کورنۍ لپاره شرم ګڼي.

په نشه‌یي موادو اخته یو بې‌سرپناه معتاد

د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکز يو ارواپوه احمد تميم سنجني وايي چې هر څومره چې کورنۍ معتاد ته ډېر پام وکړي، په هماغه اندازه په معتاد کې د نشې پرېښودلو اراده پياوړې کېږي او درملنه‌يې هم ښه نتيجه ورکوي.

ښاغلي سنجي وویل: ​"بيا پر خپلو پښو درېدل د درملنې دوهم پړاو دی. په دې پړاو کې ناروغ دې نتيجې ته رسېږي چې اختر يو ارزښت دی او د دې ارزښت د لمانځلو لپاره بايد دی د خپلې کورنۍ په څنګ کې وي، دا یو داسې ټکی دی چې ناروغ د رغېدو خوا ته بيايي. هغه معتادان چې له کورنۍ سره اوسېږي، پايواز يې ورته راځي او خپل ناروغ ويني، ناروغ داسې فکر کوي چې کورنۍ يې ملاتړ کوي او دی يوازې نه‌پرېږدي، د همدې دلايلو له مخې د ناروغ لپاره د نشې پرېښودلو انګېزه ډېرېږي."

په افغانستان کې بې‌سرپناه معتادين پر نورو ستونزو سربېره، له لوږي سره هم لاس او ګرېوان دي، ډېری معتادين له ډېرانونو څخه پاته شوني خواړه راټولوي او بيا يې خوري.

د عامې روغتيا وزارت د څېړنو له مخې، د افغانستان ډېری دغه ډول معتادين د جسمي ناتوانۍ او خوارځواکۍ ستونزې لري.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ارواپوهان: د خوښۍ مراسمو کې د معتادينو ونډه هغوی د نشې پرېښودو ته هڅوي