غني: د جګړې لوری بدلیدونکی دی،ځانګړې قطعه د هوایي ځواکونو لوا سره یوځای کېږي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د جګړو په اوج کې د افغانستان جمهور رییس ډاډ څرګند کړی چې هوایي ځواکونه به د جنګ لوری بدلوي او اړین ثبات به راولي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ځواکونو د لا زیاتې اغېزمنتیا لپاره له دې پرېکړې هم خبر ورکړی چې د ځانګړو ځواکونو قطعه او د هوایي ځواکونو ځانګړې لوا به سره یوځای کړي.

ولسمشر غني پرون دوشنبه (د چنګاښ ۲۱مه) مازیګر د هوايي ځواکونو د ځانګړې لوا له ځينو پیلوټانو سره په دې تړاو خبرې کړي.

د دغو خبرو ویډیو ارګ په خپله فیسبوک خپره کړې: "خاص قوتونه به مطلق خاص پاتې شي. نوم مو الماس دی [الماس ۷۷۷ لوا] هماغسې به پاتې کېږئ. په عین حال کې به زه خاص قطعه له تاسو سره یوځای کړم چې وکړای شي هغسې چې تاسې روزل شوي وی او وروزل شوې 'کار درنه واخیستل شي'."

ولسمشر غني له پيلوټانو سره په دې خبرو کې ویلي چې له ځانګړو هوایي ځواکونو به د بار وړلو په څېر ځینې مسوولیتونه کمېږي او تمرکز به یې شپنیو او ځانګړو عملیاتو ته وګرځول شي.

طالبان پر ملت خپله اراده له نظامي لارې نه شي تحمیلولی.

د افغانستان دفاعي چارواکو ویلي چې وروستۍ څو اوونۍ یې د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې د وسله والو طالبانو ګڼ جنګیالي په هوايي بریدونو کې وژلي دي.

افغان ولسمشر داسې وخت د هوایي ځواکونو په مټ د جګړې د مسیر د بدلولو ډاډ ورکړی چې له ولایتونو د درنو جګړو راپورونه ورکول کېږي.

د راپورونو له مخې طالبان له کله چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پیل شوې د افغانستان له ۴۲۳ ولسوالیو یو پر درېیمه برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

په دې اړه نور: د افغانستان بشر حقونو بنسټونه: د جګړو اکثره قربانیان عام افغان وګړي دي

د دې ډلې جنګیالیو په شمال کې ګڼې سیمې نیولي چې په کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په ګډه اوږده پوله څو مهمې سرحدي سیمې هم شاملې دي.

تازه همدا اوونۍ په غزني ښار او کندهار ښار باندې د دې ډلې جنګیالیو بریدونه پيل کړي.

د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره دا اندېښنې مخ په زیاتېدو دي وسله وال طالبان به لا زیاتې سیمې ونیسي او د دې ډلې په لاس د لویو ښارونو د ایسارولو وېره ځي.

عبدالله عبدالله وایي، طالبان په پوځي لارې بریا نه شي خپلولی

خو د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، طالبان په پوځي لارې بریا نه شي خپلولی او نه هم په خلکو باندې خپله اراده تحمیلوی شي.

عبدالله عبدالله زیاتوي: "هغوی پر ملت خپله اراده له نظامي لارې نه شي تحمیلولی. ځینې خلک د هغوی له فکرونو سره جوړ دي، خو ګڼ نور یې نه خوښوي. دوی غواړي په دېرش – پنځه دېرش میلیونه کسانو باندې خپل ژوند لاره تحمیل کړي، خو داسې څه نه پېښېږي."

ښاغلي عبدالله دا خبرې په کابل کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان په توګه د جنرال فرنک مککنزي د معرفي په غونډه کې خبریالانو ته وکړې.

په دې اړه نور: افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانداني له سکاټ مېلر کېنت مک‌کنزي ته ولېږدول شوه

د مککنزي د معرفي په غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدزي هم ډاډ وښود چې افغان ځواکونه په سم لور روان دي او د دفاع جوګه دي.