افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانداني له سکاټ مېلر کېنت مک‌کنزي ته ولېږدول شوه

په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال سکاټ مېلر د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک کېنت مک‌کنزي ته د خپل مسؤلیت د لېږدولو پر مهال

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو په درشل کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د قوماندانۍ بدلون.

په افغانستان کې د پاتې امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ مشري له سکاټ مېلر په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک کېنت مک‌کنزي ته ولېږدول شوه.

نوموړی به تر دې وروسته دوه دندې پر مخ وړي، په منځني ختیځ کې به د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندنۍ او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مشري په غاړه ولري.

ښاغلي مک‌کنزي وویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تازه مأموریت "د افغانستان لپاره د امریکايي ځواکونو مأموریت مخ په وړاندې" نومول شوی.

نوموړي د خپل مأموریت په چوکاټ کې څلور اهداف ټاکلي: "لومړی د ډیپلوماتیک حضور خوندیتوب، دوهم د کابل په هوایي ډګر کې د خوندي عملیاتو امکان، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مرستو او مشورې دوام او په نهایت کې، لکه چې مخکې مې وویل، د ترورېزم پر ضد زموږ د هڅو ملاتړ به دوام ومومي."

جنرال فرانک کېنت مک‌کنزي

نوموړي وویل چې د دغو هڅو په لړ کې دوه امریکايي پوځیان ورسره مرسته کوي. په دغه مأموریت کې پتر ویسیلی له کابل او جنرال کورتس له قطر څخه ورسره دي.

دغه امریکایي جنرال وايي چې هغه به د خپل هېواد د امنیت لپاره د ترورېزم پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د تخنیکي، مالي او لوژیستیکي ملاتړ رهبري وکړي.

ښاغلی مک‌کنزي زیاتوي: "زموږ ملاتړ به د تېر په پرتله توپیر ولري، مګر موږ پوهېږو چې تاسو له خپل هېواد سره څومره مینه لرئ او موږ پوهېږو چې تاسو په تېرو کې قربانۍ ورکړې او په راتلونکي کې هم قربانۍ ته چمتو یاست، تاسو کولای شئ چې په سختو شرایطو کې زموږ په ملاتړ حساب وکړئ، موږ به له تاسو سره یو."

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال سکاټ مېلر د خپل مأموریت په پای کې وروستیو تاوتریخوالو ته په اشارې وویل چې طالبان مسؤل دي.

ښاغلی مېلر وايي: "موږ ټول په هېواد کې د روان تاوتریخوالي شاهدان یو. موږ پوهېږو چې له دې تاوتریخوالي سره یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل ستونزمن دي. هغه څه چې زه طالبانو ته وایم هغه دا دي چې طالبان د روان تاوتریخوالي مسؤل دي، کوم چې د افغانانو د غوښتنو خلاف دي."

جنرال سکاټ مېلر

طالبانو د راپور تر چمتو کېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب ورنه‌کړ، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې دوی د تاوتریخوالي مسؤل نه‌دي، هغه ادعا چې افغان حکومت په تېره کې نه‌ده منلې.

جنرال سکاټ مېلر د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمبر په دوهمه نېټه د جنرال جان نېکلسن پر ځای د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی و.

د امریکا د اردو دغه څلور ستوریز جنرال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نهم قوماندان و.

جنرال سکاټ مېلر بیا لومړنی امریکایي پوځي و چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ١١مې له پېښې وروسته افغانستان ته ولېږل شو.