د امریکا تر ټولو زیات نفوس لرونکو دوو ایالتونو کې کرونا ویروس په زیاتېدو دی

ارشیف، د امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی روغتون

د امریکا تر ټولو زیات نفوس لرونکو دوو ایالتونو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

د چارواکو په وینا د جولای تر نهمې نېټې پورې په نیویارک کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې په اوو ورځو کې ۴۲ فیصده لوړې شوې او په فلوریدا کې د تیرې اوونۍ پرتله ۳۰ فیصده زیاتې شوې.

ایالتي چارواکي وايي چې د پېښو شمېر له زیاتو ساري بڼو سره تړاو لري لکه ډېلټا واریانټ اوس‌مهال زیات دی.

د نیویارک د ۲۰ ملیوني نفوس ۵۵ فیصده اوس‌مهال بشپړ واکسین شوي دي او د فلوريدا شااوخوا ۱۱ ملیونه اوسېدونکي ۵۸ فیصده بشپړ او نیمايي واکسین شوي دي.

امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

په جنوبي کوریا کې د کرونا ویروس د نویو پېښو شمېر درېيمه ورځ هم لوړ وو او په روسیه کې د دې ویروس له کبله د مړو شمېر یو ځل بیا لوړ شوی دی.

د جنوبي کوریا ورځنۍ 'کووېډ-۱۹' پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې چارواکو د سخت ټولنیز واټن مراعتولو اصول وضع کړي.

د کوریا د ناروغیو د کنټرول ادارې د جولای په ۱۰مه وویل چې له ۱۳۷۸ څخه تر زر زیاتې پېښې په سئول کې او دوو نورو نږدې ایالتونو کې ثبت شوې دي.

ټاکل شوې ده د جولای په ۱۲مه د دوشنبې له ورځې تر درې زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز ولګېږي او کلیساوې او کلبونه به وتړل شي. ودونه او خاورو ته د سپارلو مراسم به یوازې د کورنۍ تر غړو محدود شي.

په روسیه کې د جولای په ۱۰مه نېټه ۷۵۲ کسان د 'کووېډ-۱۹' له ناروغۍ مړه شوي دي او د مثبتو پېښو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

روسیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو لړۍ

د 'کووېډ-۱۹' پر وړاندې د روسیې د کاري قوې دفتر ویلي چې په همدې ورځ ۲۵،۰۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د جون په لومړي سر کې د ورځنیو مثبتو پيښو شمېر ۹،۰۰۰ و، خو د جولای په لومړي سر کې دا شمېر ۲،۳۰۰۰ ته لوړ شو.

چارواکو ویلي چې نوې پېښې د 'کووېډ-۱۹' د ډېلټا واریانټ بڼه ده.