د بشر حقونو څار سازمان: د افغانستان جګړه کې ښکېل لوري ښايي د خلکو وژنو ته مخه کړي

ارشیف، تېرې روژې میاشت کې په لوګر کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله د وژل شویو کسانو لپاره ډله‌ییزه هدیره

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ (Human Rights Watch) اندېښنه لري چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل لوري ښايي د غچ اخیستنې له مخې د خلکو وژنو ته مخه کړي.

دا سازمان د غچ اخیستنې په نیت د وژنو په اړه داسې وخت اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې له مې میاشتې راهیسې د جګړو شدت او د ولسوالیو لاس په لاس کېدل زیات شوي دي.

د دغه سازمان د اسیا برخې مرستیال مشرې پاترېشیا ګاسمن (Patricia Gossman) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پخوا هم دغه ډول وژنې او نورې سرغړونې د طالبانو او هغو ملېشه ډلو له‌خوا شوي چې له یو بل څخه‌یې سیمې لاندې کړې دي.

اغلې ګاسمن زیاتوي: "له بده مرغه د افغانستان په جګړه کې د غچ اخیستنې لپاره د وژنو، نورو تجاوزونو او د سیمو د جبري تخلیې اوږده سابقه شته. پخوا په ځینو مواردو کې دغه اعمال د طالبانو له‌خوا پر ځینو سیمو د ولکې تر ټینګولو وروسته شوي، په نورو مواردو کې دا کار د هغو ملېشه‌وو له‌خوا شوی چې له طالبانو یې ځینې سیمې بېرته نیولي، دوی هلته ملکي کسان مجازات کړي دي. دا ډول زورزیاتی او د غچ اخیستنې اعمال ډېر خطرناک دي چې ځیني مهال د ډله‌ییزو ظالمانه کړنو سبب کېږي. اوس چې په افغانستان کې ولسوالۍ لاس په لاس کېږي، نړیواله ټولنه دې ډېره متوجې وي."

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان د اسیا برخې مرستیال مشره پاترېشیا ګاسمن

په هرات، نورستان، بغلان، کندز، فاریاب، سمنګان، بلخ، جوزجان، تخار، پروان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، پکتیا، هلمند، ارزګان، زابل، غور او نورو ولایتونو کې د پخوانیو جهادي قوماندانانو یا هم نورو زورورو کسانو تر مشرۍ لاندې د ولسي پاڅونوالو په نوم د سلګونه کسانو د وسله‌وال کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

دفاع وزارت د وسله‌والو طالبانو په وړاندې په مبارزه کې د پاڅونوالو نقش مهم بولي.

دې اندېښنو ته چې د وسله‌والو طالبانو ترڅنګ د پاڅونوالو ځیني غړي هم ښايي په ځینو سرغړونو کې ښکېل وبلل شي، د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "نن سبا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د ولسي پاڅونوالو په چوکاټ کې ګڼو کسانو وسله اخیستې ده. دا هغه کسان دي چې له طالبانو کرکه لري او نه‌غواړي چې د طالبانو تور رژیم پر افغانستان بیا واکمن شي. د دوی هدف د خلکو خوندیتوب، د امنیتي-دفاعي ځواکونو ملاتړ او د طالبانو نابودي ده. دوی د افغانستان له ملاتړ او دفاع، دغه‌راز د خلکو د ځان او مال له ساتنې پرته بل هدف نه‌لري."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

په ګڼو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولسي پاڅونوال هم په پوځي عملیاتو کې برخه لري.

حکومت بیا وسله‌وال طالبان تورن کړي چې د ځینو سیمو او ولسوالیو د نیولو پر مهال‌یې ملکیتونو ته هم زیان اړولی او د خلکو کورونه‌یې د سپر په توګه کارولي دي.

د ولسمشر د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر وحید عمر پرون په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي: "طالب فقط پر سوځول شوې ولسوالۍ، پر ړنګ شوي مکتب او د تهدید او تخویف له لارې پر بې‌وزلو حاکمیت لري."

ده زیاته کړې: "دا تاکتیکي پرمختګ خو استراتېژیکه ناکامي ده. تېرو دوو میاشتو دا ثابته کړه چې طالب په دې خاوره کې اوږد ژوند نه‌لري."

د ولسمشر د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر وحید عمر

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي: "د افغانستان د جګړې اصلي قربانیان عام خلک دي، که ښکېل لوري، په ځانګړي ډول طالبان د خلکو غوښتنې او حقونو ته درناوی کوي، باید جګړه بنده کړي."

افغانستان چې د کورنۍ جګړې ترخه تجربه لري، لا هم له وسلو او مهماتو پاک شوی نه‌دی او متخاصمې ډلې یا په حکومت، یا په مخالف جهت یا هم تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې واک او ځواک لري.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو دوه اوونۍ مخکې د وسله‌والو طالبانو پر خلاف د ولسي پاڅونونو ملاتړ وکړ، خو د نورو ستونزو د مخنیوي لپاره‌یې د قانون په چوکاټ کې د دغو پاڅونونو پر تنظیم ټینګار وکړ.

بل‌خوا د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، درې اوونۍ مخکې (د غبرګولي/جوزا پر ۳۱مه) ویلي وو چې په راتلونکي کې به د حکومت له‌خوا د ولسي پاڅونونو مدیریت ګران کار وي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ځو ورځې مخکې خبریالانو ته ویلي و، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د پاڅونوالو ملګري کېدل ښايي افغانستان د داخلي جګړو خوا ته ټېل وهي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي دا چې وضعیت اضطراري دی، د وسله‌والو طالبانو پر خلاف د دغو پاڅونوالو مبارزه ګټوره ده چې وروسته به په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د دغو وسله‌والو پر ادغام غور وشي.