د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

روانو جګړو ۶زره کورنۍ بې ځایه کړي؛ وېلسن: طالبانو! اوربند ته غاړه کښېږدئ


ارشیف، ننګرهار کې جګړو یوه رابې ځایه کړې کورنۍ
ارشیف، ننګرهار کې جګړو یوه رابې ځایه کړې کورنۍ

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان لمریز کال له پیله د ناامنیو او جګړو له کبله په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار او ویاند عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل: "د ۱۴۰۰ لمریز کال له پیله په بېلابېلو ولایتونو لکه بغلان، لغمان، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د جګړې او ناامنیو له کبله شااو خوا ۶۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي."

ښاغلی انصاري وايي، سږکال د جګړو له کبله له ۱۱۷۰۰ بې ځایه شوېو کورنیو سره د وزارت له خوا وړ مرستې شوي دي.

بل خوا په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتونو د سفارت شارژدافېر او سرپرست له طالبانو غوښتنه کړې چې اوربند ته غاړه کښېږدي.

انصاري وايي، سږکال د جګړو له کبله له ۱۱۷۰۰ بې ځایه شوېو کورنیو سره مرستې شوي
انصاري وايي، سږکال د جګړو له کبله له ۱۱۷۰۰ بې ځایه شوېو کورنیو سره مرستې شوي

راس وېلسن پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) په یوه ټویټ کې له طالبانو غوښتي چې د افغان ځواکونو او ملکي افغانانو پر وړاندې خپلې حملې بندې کړي.

ښاغلي وېلسن له طالبانو غوښتنه کړې چې د جګړې پرځای دې د سولې لپاره د مذاکرو مېز ته راشي.

راس وېلسن د کورنیو چارو وزارت د معین صدیق صدیقي، د یوه ټویټ له بیاخپرولو سره دا خبره کړې چې په لغمان کې تر سختې جګړې وروسته ځینې نجونې په عکسونو کې ښکاري چې د کانکور ازموینې ته ناستې دي.

په تېرو څو ورځو کې د لغمان ولایت تر څنګ د افغانستان له ګڼو ولایتونو د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د وسله والو جګړو تر څنګ په افغانستان کې په هدف وژنو کې د ځینو چارواکو، فعالانو، خبریالانو او سیاستوالو وژنې هم زیاتې شوي دي.

د بشري حقونو ۱۷ فعالان په افغانستان کې وژل شوي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس د ۲۰۲۰میلادي کال له سېپټمبر څخه د روان میلادي تر مې میاشتې پورې د بشري حقونو ۱۷ فعالان په افغانستان کې وژل شوي چې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون په کې ۹ خبریالان هم شامل دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د اطلاع­‌رسونې مسوول محمد رضا جعفري پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) ازادي راډیو ته وویل: "هدفي وژنو د ملکیانو د قرباني کولو ترڅنګ په هېواد کې د وېرې او نهیلۍ فضا خپره کړې ده. له بده مرغه د دغسې حملو عاملان نه پېژندل شوي او نه مجازات شوي دي؛ په دې برخه کې د حکومت ځواب هم قناعت­ورکوونکی نه دی. د افغانستان د سولې او جګړې ټول ښکېل لوري د خبریالانو، مدني او د بشري حقونو د فعالانو او ملکیانو پر وړاندې مسوول دي."

په افغانستان کې د ناامنیو پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوي او د سېپټمبر تر ۱۱مې دوام کوي.

سټولټنبرګ وايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل روان دي.
سټولټنبرګ وايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل روان دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون سې شنبه وویل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په منظم ډول روان دي.

ده ویلي، ناټو تړون په عین حال کې له افغانستان سره خپل شراکت او د همکاریو دوام ته ژمن دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ ویلي وو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د یوازې پرېښودو په معنی نه دي.

XS
SM
MD
LG