د کرونا ډېلټا بڼه؛ امریکا کې پېښې زیاتې شوي، اسیا او اروپا هم وارخطا دي

جنوبي کوریا اعلان وکړ چې د کووېډ-۱۹ پېښې د دې وبا د پیل راهېسې تر ټولو لوړې کچې ته پورته شي.

امریکايي رسنۍ وايي چې په دې هېواد کې د کرونا په نوېو پېښو کې زیاتوالی زیاتره په محلي کچو دی.

  • امریکا

د کووېډ-۱۹ د نوېو پېښو په سلو کې شااوخوا ۹۳ یې په هغو سیمو کې دي چېرې چې د عملي شوېو واکسینونو کچه په سلو کې څلوېښت ده.

د چارواکو په وینا دا ښيې چې کرونا واکسین د دې نوې ډېلټا بڼې پر وړاندې هم موثر دي.

په دې اړه نور: امریکا کې د کرونا مثتبې پېښې زیاتې شوي؛ ۲۴ساعتونو کې تر ۱۶ زرو اوښتي

د امریکا نژدې نیمايي وګړي د کرونا پر وړاندې په بشپړه توګه واکسین شوي دي او په سلو کې اویا برخې بیا لږ تر لږه د واکسینونو یوه ستن کړې، خو اوس ویل کېږي چې په دې هېواد کې د واکسینونو کمپاین ورو شوی دی.

دا وخت په امریکا کې په اوو ورځو کې په متوسطه توګه د ورځې د کرونا د نوېو پېښو شمېر ۱۶ زره دوه سوه ښودل شوی دی. دا له یوې اوونۍ مخکې شمېر څخه لوړ دی چې په ورځني توګه دیارلس نیم زره پېښې ثبت شوي وې.

د امریکا نژدې نیمايي وګړي د کرونا پر وړاندې په بشپړه توګه واکسین شوي

د کرونا د ډېلټا بڼې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ځای نیولی او د اسیا پسفیک هېوادونو او اروپا کې یې په کووېډ-۱۹ د اخته کېدو یوه نوې څپه راپورته کړې.

  • جنوبي کوریا

جنوبي کوریا چې یو مهال د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د غبرګون له کبله په نړیوال کچ ښه بېلګه بلل کېده پرون یې اعلان وکړ چې په پلازمېنې سیول کې به د کووېډ-۱۹ پېښې د دې وبا د پیل راهېسې تر ټولو لوړې کچې ته پورته شي.

  • جاپان

جاپان په توکیو کې د المپیک تر لوبو دوه اوونۍ مخکې په ګڼو سیمو کې بېړني وضعیت اعلان کړی.

  • اندونیزیا

اندونیزیا دا مهال د دې وبا په نوي تاوده ډګر بدله شوې ده، روغتونونو یې دا مهال د کرونا ناروغان د زیاتېدو له کبله له سخت فشار سره مخ دي او هره ورځ د دې وبا له کبله شااوخوا زر مړینې ثبتوي.

  • د اندونیزیا روغتونونه دا مهال د کرونا ناروغان د زیاتېدو له کبله له سخت فشار سره مخ دي

    هالنډ

په اروپا کې هالنډ په ځوانانو کې د کرونا د نوې پېښو د کمولو لپاره د شپې په کلبونو، د موسیقۍ په کنسرټونو او رسټورانټونو نوي محدودیتونه لګولي دي.

هالنډ د جون په ۲۶مه نېټه د کرونا له کبله لګول شوي ډېر محدودیتونه کم کړي وو. د دې هېواد د وګړو له درې برخو دوو یې لږ تر لږه د کرونا د واکسینونو یوه ستن کړې ده.

د هالنډ د روغتیا وزیر ویلي، دوه اوونۍ مخکې ټولې نښې علامې ښې وې، خو اوس داسې دلایل شته چې باید مداخله وشي او هغه په هالنډ او نوره اروپا کې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې خپرېدل دي چې ورسره په کرونا د اخته کېدو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.