نی: کندهار کې له ۱۰ زیات ښځینه خبریالانو د شته ګواښونو له امله دندې پريښي

پاکستان کې یوه ښځینه خبریاله

په کندهار کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، په دغه ولایت کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو د تهدیدونو له امله خپلې دندې پریښي دي.

اريا رحمت کندهار کې د يوې خصوصي راډيو د ټولنیزو خپرونو پروډیوسره ده وایي، د ناامنۍ ترڅنګ کلتوري محدويتونه او د ښځینه خبریالانو د کار او فعالیت پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي لیدلوری د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه دي.

اغلې رحمت وړاندې وویل: "که یوه خبریاله په ټلویزیون یا راډیو کې کار وکړي، زموږ د خلکو ذهنیت منفي لوري ته ورګرځي او پر دوی خراب نومونه ږدي وايي، خبریال د ټولنې د ذهنیت خرابوونکي دي."

په کندهار کې بیا دوه نورې ښځینه خبریالانې نجیبه او مرینا فناهي بیا بېل نظریات لري وايي، افتصادي ستونزې، د خبریالانو پر وړاندې شته تهدیدونه او د هغوی نامعلوم راتلونکی د دې لامل شوی چې یو شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پریږدي.

د ښځینه خبریالانو د کار او فعالیت پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي لیدلوری د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه دي.

خبریاله نجیبه وايي: "کندهار کې ښځينه ژورنالېستانې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، لکه په اداراتو کې د منظم معاش نه درلودل، ښځينه کارکوونکو ته صلاحيتونه نه ورکول څو یې د پرمختګ لامل شي، د امنيت نه شتون او اقتصادې ستونزې هغه لاملونه دي چې زموږ خوېندې ورسره مخ دي."

مرینا فناهي بیا وايي: "لومړۍ دوی ته د والدينو له خوا اجازه نه ورکول کېږي، څو په يوه رسنۍ کې کار وکړي او که بیا هم دوی ته اجازه ورکړل شي، د ټولنې له خوا پر دوی ډېر انتقادونه کېږي او د همکارانو له خوا يوه څه ستونزې ورته پيښېږې، بل امنيتي ستونزه ده چې دوی ورته زړه نه ښه کوي، څو په يوه رسنۍ کې دنده اجرا کړي."

په عین وخت کې کندهار کې د نی يا د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل وایي، د خبریالانو پر وړاندې وروستیو تهدیدونو په ځانګړي توګه په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو د وژل کېدو پېښې د دې لامل شوې چې دغه ولایت کې تر لسو زیات ښځینه خبریالانې خپلې دندې پریږدي.

ښاغلي غیرتمل زیاته کړه: "موږ تقريباً په کندهار کې له ۴۰ څخه تر ۳۰ پورې ښځينه خبریالانې او پروډيوسرانې لرلې، وروستۍ پېښې د افغانستان په کچه په ځانګړي ډول د جلال اباد پېښه د ښځېنه خبريالانو پر وړاندې او وروستي تهديدونه د ښځينه خبریالانو پر وړاندې د ښځينه خبريالانو وضعيت بدل کړ، په کندهار کې هم تقريباً تر لسو زيات ښځينه خبريالانو او پروډيوسرانو دندې پريښې دي."

کندهار کې د نی يا د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل

غیرتمل وايي، په ټولیز ډول کندهار کې د خبریالانو پر وړاندي تهدیدونه د دې لامل شول چې هغوی کاري ساحې ته ولاړې نه شي او یا هم له هېواده بهر او نورو ولایتونو کې ځانونه خوندي کړي.

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه تېرکال د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ بولي. د دغه بنسټونو په وینا شااوخوا ۱۳ خبریالان په افغانستان کې د هدفي وژنو په بېلابېلو پېښو کې یو په بل پسې ووژل شول.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د نوومبر میاشتې په دولسمه نېټه د هلمند په مرکز لښګرګاه کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

دغه راز یوه میاشت مخکې د طلوع نیوز خبریال او د مالي وزارت تازه ټاکل شوی مطبوعاتي مسوول نعمت روان په کندهار ښار کې د دو موټر سایکل سپرو په برید کې ووژل شو.