د افغانستان پر وضعیت د امریکا، ازبکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې

بغلان کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله د وژل شویو قربانیانو تابوتونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د ازبکستان او تاجکستان له لوړپوړو ډیپلوماټانو سره کتلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې یې د اجنډا په سر کې وې.

داسې مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتل بشپړوي، واشنګټن په منځنۍ اسیا کې د شریکانو په لټه دی.

په واشنګټن کې د ازبکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا لیدنه داسې یو وخت کې کېږي چې افغانستان کې طالبانو په وروستیو اوونیو کې لسګونه ولسوالۍ د حکومت څخه نیولي او داسې اندېښنې شته چې ښايي دا ډله نورې سیمې هم لاندې کړي.

د افغانستان په شمال کې هم د طالبانو پرمختګونه د دې سبب شوي چې د تاجکستان او ازبکستان سره پر پوله پرتې څو افغان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورشي، هغه څه چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ممکنه ګواښ بلل کېږي.

تاجکستاني چارواکي دغلته د افغانستان له جګړې د ممکنه کډوالو د هجوم په وړاندې چمتووالی نیسي او ازبکستان تېره میاشت پر خپله پوله د پوځي تمریناتو اعلان وکړ.

د انتوني بلېنکن او عبدالعزیز کاملوف لیدنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف ترڅنګ په لنډو خبرو کې وویل: " کله چې په سیمه کې د امنیت په ځانګړې توګه د افغانستان په تړاو خبره راځي، موږ خپلو کې ډېرې پیاوړې شریکې ګټې لرو."

کاملوف تر دې مخکې ویلي وو له بلېنکن سره د ده په بحثونو کې به د سیمې وضیعت ته جدي پاملرنه وشي.

انتوني بلېنکن په جلا توګه د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره هم کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د دې لیدنې په اړه ویلي چې په‌کې د افغانستان پر وضعیت بحث شوی او "د تاجکستان د امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا ته د امریکا پر ژمنتیا ټینګار شوی دی."

د انتوني بلېنکن او سراج‌الدین مهرالدین لیدنه

که څه هم امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه خپل وتل بشپړوي، خو د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي. په دې ملاتړ کې له بهره د اړتیا په صورت کې د طالبانو پر ضد د امریکا د هوايي بریدونو د ترسره کول هم یو انتخاب دی.

کله چې ولسمشر بایډن څو میاشتې مخکې له افغانستان څخه تر سپټمبر میاشتې پورې د خپلو سرتېرو د بشپړ ایستلو اعلان وکړ، هغه وویل چې امریکا به "په افغانستان کې د ترهګرۍ له ګواښ سترګې وانه‌ړوي. "

هغه زیاته کړې وه چې متحده ایالات به "سیمه کې زموږ د ترهګرۍ ضد وړتیاوې او وسایل بیا منظم کړي څو په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسي."

په وروستیو اوونیو کې د نیویارک ټایمز او والسټریټ ژورنال په شمول د ځینو رسنیو له راپورونو څرګندېږي چې د افغانستان سره د تاجکستان او ازبکستان ګاونډیتوب ته په پام امریکايي چارواکي په دې دوو هېوادونو کې د ځینو ځواکونو پر ځای پر ځای کولو غور کوي څو د طالبانو او القاعده شبکې فعالیتونه وڅاري.

د ځینو امریکايي چارواکو په وینا ممکنه انتخابونه کېدای شي د منځنۍ اسیا د دې دوو هېوادونو په پوځي اډو یا تأسیساتو کې د سرتېرو، بې‌پیلوټه الوتکو، بم غورځوونکو او استخباراتي سرچینو ځای پر ځای کول وي.

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر

بل انتخاب چې د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله امریکا پرې غور کوي هغه په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو له اډو یا پوځي کښتیو څخه په افغانستان کې د اړتیا پر مهال د بریدونو لپاره ګټه اخیستل دي.

په افغانستان کې د څارنې لپاره د امریکا له‌خوا د منځنۍ اسیا هېوادونو کارول ښايي د روسیې او چین له مخالفت سره مخ شي. د امریکا دا دواړه سیالان په منځنۍ اسیا کې پراخ نفوذ لري.