سرور دانش: طالبان چمتو نه‌دي کومه ډله په واک کې له ځان سره شریکه کړي

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش یو ځل بیا طالبان تورن کړل چې هڅه کوي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې بهرني ځواکونو له افغانستان د وتلو په حال کې دي، ورسره سم جګړو زور اخیستی او افغان حکومت او طالبان هم یو بل د مذاکراتو مېز ته په نه‌حاضرېدو تورنوي.

سرور دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۹» له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو د ملاتړ صندوق په پرانیست غونډه کې طالبان تورن کړل چې طالبان چمتو نه‌دي کومه ډله په واک کې له ځان سره شریکه کړي.

ښاغلی دانش زیاتوي: "په حقیقت کې د دې ډلې (طالبانو) هدف د جګړې له لارې د واک انحصار دی، په هېڅ ډول سوله‌ییزې حل‌لارې یا عادلانه مشارکت ته چې ټول اړخونه په‌کې وي، باور نه‌لري."

هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.

ښاغلي دانش په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام او شریعت د احکامو له مخې ناروا وبلله او طالبان‌یې باغیان وبلل.

سرور دانش زیاته کړه چې په ټولو برخو، سیاسي، پوځي، فرهنګي او رسنيز کې ملي او سرتاسري مقاومت، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ او په ټول هېواد کې د ولسي پاڅونوالو رامنځته کولو ته اړتیا ده چې د دولتي حاکمیت په چوکاټ کې باید ورنه ملاتړ وشي.

وحید عمر

بل‌خوا د افغانستان جمهور رئیس د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر وحید عمر په همدې ناسته کې وویل چې له نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ په خاطر یوه رښتینې اجماع موجوده ده او په خبره‌یې هغه اوازې چې په سیاسي نظام کې یووالی نه‌شته، هغه بې‌بنسټه او د دښمن رواني جګړه او تبلیغات دي.

خو په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي وېډیويي پیغام کې افغان حکومت تورن کړی چې د سولې په درشل کې منفي تبلیغات کوي.

ښاغلی نعیم وايي: "دوی (افغان حکومت) اوس هم لګیا دي، منفي تبلیغات کوي، سره د دې چې مشکلات په دوی کې دي، دا د دوی عادت دی، دا هغه څه دي چې د سولې له خبرو سره مرسته نه‌شي کولای، بلکې زیان ورته رسوي، تمه لرو چې له مذاکراتو ناوړه استفاده ونه‌شي، بلکې د مسؤلیت په توګه دې ورته وکتل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی، ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي چې افغان حکومت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن په یو ټویټ کې پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن

ښاغلی وېلسن زیاتوي: "څرنګه چې موږ د طالبانو د بریدونو او په ملکي وګړو د هدفي حملو په اړه د رسنیو راپورونه وینو ، موږ په طالبانو غږ کوو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د خبرو مېز ته راشي."

تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په یوه خبري ناسته کې پر طالبانو غږ وکړ، که غواړي چې له هوايي بریدونو وژغورل شي، نو باید تاوتریخوالی راکم کړي.