د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: که طالبان قدرت ته ورسېږي، خپلې پولې تړو

ارشیف، د ملا برادر په شمول له یو شمېر طالب مشرانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو پاکستاني چارواکو لیدنه

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د جګړې په ډګر کې د طالبانو د پرمختګونو په اړه پر افغان چارواکو سربېره د سیمه‌ییزو لوبغاړو او د نړیوالو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په دې هېواد کې تاوتریخوالی او بې‌قانوني حاکمه شي او که طالبان واک ته ورسېږي، پاکستان به دې ته اړ شي چې له افغانستان سره پوله وتړي.

قریشي دغه څرګندونې پرون یکشنبه په ملتان کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او زیاته‌یې کړه چې پاکستان په څو کلونو کې درې نیم ملیونه افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او نور افغان کډوال نه‌شي منلی.

قریشي وویل، د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په خاطر به مجبور شي چې خپلې پولې وتړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز وویل چې پاکستان به په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې جاري وساتي او په دې هېواد کې به د داسې یوه مشرتابه چې له ډیموکراتیکي لارې ټاکل شوی وي، هرکلی وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دا اندېښنې داسې مهال څرګندوي چې د افغانستان حکومت مشران اسلام‌اباد تورنوي چې طالبان‌یې په افغانستان کې د روانې جګړې یوه وسیله ده.

په دې اړه نور: د امرالله صالح خبرداری: له طالبانو سره په ملتیا به پاکستان لویه بیه پرې کړي

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېس‌بوک پاڼه کې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ د دوام د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یي دي چې که پاکستان دغه سیاست ته چې په خبرو کې له جمهوریت څخه دفاع او په عمل کې د طالبانو ملاتړ کوي، دوام ورکړي نو به هېڅکله هم د افغانانانو باور خپل نه‌کړي.

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان هم د افغانستان راتلونکې ته اندېښنه ښکاره کړې او ویلي يې دي چې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتل یوه ستره تېروتنه ده.

ښاغلي زیمان دغه څرګندونې د چک جمهوریت له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، کړې او ویلي دي چې د ناټو وروستۍ سرمشریزې ته د ده د وینا ډېره برخه پر همدغې دردوونکې مسئلې څرخېده چې د ناټو نورو غړو ته‌یې وویل، دا چې موږ له افغانستانه ټول ځواکونه راباسو دا په یوه ناځوانمردانه ډول د تسلیمي او ان د خیانت په معنی ده.

ښاغلي زیمان دغه‌راز وویل، که موږ بیا دې ته اړ شو چې په افغانستان کې له ترورېزم سره جګړه وکړو، نو به لا ستره بیه پرې کوو.

ښاغلی زیمان زیاتوي: "که بالاخره موږ په رښتیا وغواړو چې د ترورېزم په وړاندې جګړه وکړو، نو له دې پرته به چې بېرته افغانستان ته ورشو بله لاره به ونه‌لرو. په دې صورت کې به د هغه په نسبت چې که هلته پاتې شوي وای، ډېره زیاته بیه پرې کوو."

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان

په اوس وخت کې د چک جمهوريت ۵۲ سرتېري په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ مأموریت کې دنده ترسره کوي چې له امریکایي او نورو د ناټو د متحدینو له ځواکونو سره یوځای به له افغانستانه د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم واشنګټن ته په وروستي سفر کې په افغانستان کې د ترورېزم د خطر د زیاتوالي له پلوه ورته اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي په یوه مرکه کې وویل، القاعده چې له افغانستانه‌یې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې حملې تنظیم کړې وې، د دې خطر شته چې بیا ځان غښتلی کړي او نړیوالو ته بیا ګواښ متوجې کړي.

ښاغلی عبدالله وايي: "د دې خطر اوس هم شته چې که افغانستان له هیلو او ښکېلتیا پرته بشپړ یوازې پرېښودل شي، دا خطرناکه ده او افغانستان کېدای شي یو ځل بیا د ترورېستي ډلو په ځاله بدل شي."

افغان او امریکایي چارواکو طالبان تورن کړي چې له امریکا سره د تېر کال د تړون له مخې یې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه‌دي شلولي او د دې ډلې غړي د طالبانو په خوا کې جګړې مخ ته وړي.

خو عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ چې که طالبان داسې انګېري چې له پوځي لارې به پر ټول افغانستان واکمن شي، دا دې له مغزه وباسي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن سره د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله لیدنه

ورته خبره افغان ولسمشر اشرف غني هم په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړه او ویې‌ویل: "طالبان او د هغوی ملاتړي باید په دې پوه شي چې د زور له لارې افغانان دې ته اړ نه‌شي ایستلی چې د دوی تابع شي. موږ بیا هم پر دوی غږ کوو چې اوربند وکړي او په سیاسي پروسه کې ښکېل شي ځکه سیاسي جوړجاړی د یوه جګړې د پای ته رسېدو یو نهایي مېکانیزم دی."

افغان چارواکو د سولې د پڅو خبرو ملامتي پر طالبانو اچولې او دا ډله‌یې تورنه کړې چې د سولې د خبرو دوام ته لېواله نه‌ده.

د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې چې د تېر کال په سپټمبر کې په دوحه کې پیل شوي، په اوس وخت کې په ټپه درېدلې ښکاري، خو د دې ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پرون یکشنبه له الجزیزه ټلوېزیون سره په مرکه کې د افغانستان حکومت تورن کړ چې د دغو خبرو د دوام لپاره‌یې د دوی د بندیانو د خوشې کېدو شرط تر اوسه نه‌دی پوره کړی.

ښاغلی نعیم وايي: "زموږ د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو په اړه دوی (د افغانستان حکومت) دا پروسه له شپږو میاشتو راهیسې ځنډولې او هغوی یې نه‌دي خوشې کړي. دا د سولې په خبرو که د نه‌پرمختګ یو خنډ دی."

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د افغانستان حکومت چې د سولې د خبرو په ترڅ کې یې تر اوسه د طالبانو شااوخوا پنځه نیم زره بندیان خوشې کړي ویلي چې نور به تر هغو خوشې نه‌کړي چې طالبان یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره رښتینې لېوالتیا ونه‌ښيي.

حکومت دغه‌راز تور پورې کړی چې د ژمنې خلاف له خپلو زندانونو خوشې شویو ډېرو طالب بندیانو بېرته جګړو ته مخه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په افغانستان کې د طالبانو له‌‍خوا د تاوتریخوالي د زیاتوالي او یوه سیاسي جوړجاړي ته د طالبانو د نه‌لېوالتیا په اړه خپله نارضایتي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن د افغانستان امنیتي وضعیت په جدي توګه له نږدې څاري.

بلېنکن دا خبره د تېرې جمعې په ورځ په پاریس کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

ده وویل: "موږ په افغانستان کې وضعیت په ډېر احتیاط له نږدې څارو. موږ همدارنګه دا مسئله هم جدي څارو چې ایا طالبان په ټوله کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوه سوله‌ییز جوړجاړي په اړه جدي دي او غواړي ډیپلوماسي مخ ته یوسي کنه، خو د دوی دغه اعمال چې هڅه کوي د زور له لارې د دې هېواد کنټرول په لاس کې واخلي، دا بېخي د یوې سیاسي حل لارې له موندلو سره اړخ نه‌لګوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

وسله‌والو طالبانو چې د مې میاشتې له لومړیو، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیلېدو راهیسې یې په دې هېواد کې حملو ته زور ورکړی، په ډېرو ولایتونو کې یې په لسګونه ولسوالۍ نیولې دي او په ډېرو کې یې هم د جګړو لمن تر مرکزونو پورې ورغځولې ده.

د جګړې په ډګر کې د طالبانو دغو چټکو پرمختګونو ته په پام د افغانستان له اکثریت وګړو سره دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې دا ځل به افغانستان چې له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په‌کې د جګړې اور بل دی، له څه ډول برخلیک سره مخامخ کېږي.