روسیه کې د کرونا له امله مرګونې ورځ؛ ۲۴ ساعتونو کې ۶۱۹ کسان مړه شول

بیماران کرونا در روسیه

په روسیه کې پرون شنبه د کرونا وبا له امله یوه تر ټولو مرګونې ورځ وه.

د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۱۹ کسان مړه شوي او هم پر دې ویروس د نویو اخته شویو کسانو شمېر د روانې میاشتې د لومړیو په نسبت دوه برابره زیات شوی دی، یعنې په دې موده کې ۲۱،۶۶۵ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

د ازادی راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د کرونا ضد واکسین ته د روسیې د خلکو نه‌لېوالتیا او په دې وروستیو کې د دغه ویروس چټکې پراختیا په روسیه کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد د پارلمان غړو ته ویلي چې د کرونا وبا خطر تر اوسه نه‌دی له‌منځه تللی او په ځینو سیمو کې لیدل کېږي چې وضعیت لا خراب شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

مسکو چې د 'کووېډ-۱۹' دغې نوې څپې تر ټولو زیات ځپلی د مخنیوي لپاره‌یې نوي سخت شرایط وضع کوي. د کرونا د نویو مثبتو پېښو یوه درېیمه برخه‌یې په مسکو کې ثبت شوي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د روغتیا د برخې په سلو کې ۶۰ کارکوونکي مجبور دي چې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین ولګوي.

پر مسکو سربېره په روسیه کې ۱۷ نورې سیمې هم ورته سخت مقررات وضع کوي چې له مخې به‌یې د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه سختېږي.

له تېرې اوونۍ راهیسې د مسکو هغو اوسېدونکو ته په رستورانتونو او بارونو کې خدمات وړاندې کېږي چې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین، یا د کرونا د منفي ټسټ سند ولري او یا هم ثابته کړي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې کرونا تېره کړې ده.

روسیه کې د کرونا واکسیناسیون

د روسیې د سیلانیانو په مشهور تفرېح‌ځای کراسنادار کې به د جولای له لومړۍ نېټې هغه کسان په هوټلونو کې د اوسېدو اجازه ولري چې د کرونا ضد واکسین یا د «پي‌سي‌ار» منفي آزموینې سند ولري. خو د اګست له لومړۍ نیټې به یوازې هغو کسانو ته په هوټلونو کې د اوسیدو اجازه ورکول کیږي چې د کورونا ضد واکسین تصدیق ولري.

د امریکا د جانز هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې په روسیه کې شاوخوا پنځه ملیون او ۳۴۶ زره کسان پر کرونا اخته شوي او له امله‌یې هم نږدې ۱۳۰ زره کسان مړه شوي دي.