امریکا او فرانسه: ایران دې له پیاوړو قدرتونو سره د اټمي خبرو له چوکاټه نه وځي

ارشیف، ویانا د ایران پر اټمي تړون بحث

ډيپلوماتان وايي چې که د ایران پر اټمي فعالیتونو د څار یا تفتیش د موافقې مهلت تمدید نه شي نو په ویانا کې د ایران د اټمي موافقې د احیا په مقصد له شپږو اونیو راهیسې پیل شوي مذاکرات ښايي کړکېچن شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون له خپل فرانسوي سیال ژان ایویس لو دریان سره په ګډه خبري غونډه کې په دې اړه وویل: "موږ له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پرسر لا هم جدي اختلافونه لرو. زموږ مرکچیان په را روانو ورځو کې د غیر مستقیمو خبرو په اووم پړاو کې د ګډون لپاره راستنېږي. موږ ګورو چې که دا اختلافونه حل کړای شو، خو دا جدي اختلافونه دي او موږ یې باید په حل بریالي شو. د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې او ایران ترمنځ د څارنې د توافق په اړه جدي اندېښنې پرځای پاتې دي. په دې اړه له ایران سره خبرې شوي او دا مسئله باید حل شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د ایران پر اټمي فعالیتونو د مؤقت څار توافق د روان ۲۰۲۱ کال په فبروري میاشت کې د درېیو میاشتو په مخه تایید شو او موده یې د مې په ۲۴مه د یوې بلې میاشتې لپاره وغځول شوه چې اوس یې مهلت پای ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې رییس رافایل ګروسي دوه ځلي پر ایران فشار راوړ چې دا توافق تمدید کړي خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

اوس مهال په دې اړه خبرې د تخنیکي ستونزو او د ایران د غوښتنې پر اساس درېدلې دي.

امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ایران له اټمي موافقې ووتله او پر دې هېواد یې اضافي بندیزونه ولګول.

ایران هم ورو -ورو د دې موافقې پر اساس له ځینو لګېدلو محدودیتونو څخه سرغړونې پیل کړې، خو فرانسه هغه هېواد دی چې د بریتانیا، جرمني، روسیې او چین ترڅنګ ولاړ دی او اوس له تهرانه غواړي چې دې مذاکراتو ته حاضر شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لودریان له بلېنکن سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، دی تمه لري چې ایران په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه وکړي څو مذاکرات ژر تر ژره نتیجه ورکړي.

ولسمشر حسن روحاني او نورو ایراني چارواکو د روانې اوونۍ په پیل کې داسې نښې نښانې څرګندې کړي چې په اټمي خبرو کې پرمختګ شوی دی.