کابل کې د امریکا سفارت '۱۱۴ کارکوونکي' په کرونا وبا اخته شوي او یو مړ دی

کابل کې د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په کرونا وبا اخته شوي او له ډلې یې یو تن مړ شوی دی.

دا خبر اسوشیټېډ پرس په کابل کې د امریکا سفارت د یادداشت په حواله راپور کړې.

د امریکا سفارت ویلي چې په کرونا وبا اخته کارکوونکي یې قرنطین کړي او نور یې له سفارت ایستلي دي.

په دې سره د سفارت د نږدې ټولو چارو د درېدو راپورونه ورکړل شوي ځکه مخکې هم د سفارت د کارکوونکو شمېر د امنیتي ګواښونو په سبب کم شوی و.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ویلي چې "باید د وبا د خپراوي مخه ونیسو او یو بل خوندي کړو."

په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې له امله په دې وبا د اخته خلکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او ورسره د مړینو کچه هم زیاته شوې.

د عامې روغتیا وزارت د پرونیو شمېرو له مخې نږدې ۹۹ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي. د ورځنیو مثبتو پېښو چټکتیا ته په کتو وېره شته چې دا شمېر نن له یو لک واوړي.

اخوا د کرونا له لاسه د ټولو مړو شویو خلکو شمېر تر پرونه ۳،۹۴۳ ته رسېدلی و.