کندز کې یو شمېر ورزشکارې نجونې له چارواکو تمرینونو ته مناسب ځای غواړي

ارشیف، یو شمېر افغان نجونې د والیبال سیالي کوي.

په کندز ولایت کې یو شمېر ورزشکارې نجونې وايي، دغه ولایت د تمرینونو لپاره مناسب او خوندي ځای نه لري چې دوی په کې ورزش وکړي.

د دوی په خبره، د ټولنیزو ننګونو او محدودیتونو سره-سره غواړي ورزش وکړي، خو دې ولایت کې د ښځو لپاره د ځانګړي ورزشي ځای نشتوالی د دې لامل شوی چې زیات شمېر نجونۍ او ښځې له ورزش کولو بې برخې پاتې شي.

۲۵ کلنه پلوشه متین وايي، له ورزش سره مینه لري: "ټولې نجونې غواړي ورزش وکړي، ځکه د انسان صحت ته ګټه رسوي، خو په کندز کې د مناسب ځای او د ورزشي امکاناتو نشتوالي له کبله ښځې نه شي کولی ورزش وکړي. موږ له دولته غواړو، د ښځو لپاره یو ځانګړی ورزشي ځای جوړ کړي."

همدا راز د دې ولایت یوه بله مدني فعاله شکیبا احمدي هم ورته نظر لري: "ورزش زموږ صحت ته ګټه رسوي، هغه که ښځه وي یا نر، خو په کندز کې یوازینی ستونزه دا ده چې د ښځو لپاره د ورزش مناسب او خوندي ځای نه شته څو نجونۍ او ښځې ولاړې شي او ورزش وکړي."

د کندز د ښځو چارو رئیسه ناهید اصفي

د کندز د ښځو چارو رئیسه ناهید اصفي هم د ورزشکارو نجونو انتقادونه پرځای بولي او ټېنګار کوي چې دوی دغه موضوع له سیمه ییزې ادارې سره شریک کړي، څو د ښځو لپاره ځانګړي ورزشي جمنازیوم جوړ کړي.

اغلې اصفي زیاته کړه: "موږ هڅې پیل کړي څو دلته ښځو ته ورزشي جمنازیوم جوړ کړو او دوی په کې ورزش وکړي، همداراز موږ غواړو د ورزش بېلابېل ټیمونه جوړ کړو ، څو کندزې نجونۍ په ورزشي سیالیو کې برخه واخلي او خپل ولایت ته ښه لاسته راوړنې ولري."

خو د کندز د ورزشي ادارې چارواکي بیا وايي اوس مهال دغه ولایت کې پر یو ورزشي جمنازیوم کار روان دی او د کار په بشپړېدو سره به یې د ورزشکارو نجونو شته ستونزې هوارې شي.

د کندز د ورزشي اداري امر عبدالقیوم رحیمي

د کندز د ورزشي اداري امر عبدالقیوم رحیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ښځو د ورزش د پراختیا په خاطر مو یوه مېرمنه استخدام کړې او هغه اوس د پوهنې ریاست سره کار کوي، څو د پوهنې ریاست د نجونو ورزشي ټیمونو ته تمرینونه ورکړي، کله چې جمنازیون ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، بیا موږ کولی شو د نجونو بېلابېل ورزشي ټيمونه ولرو، څو په ولایتي سیالیو کې برخه واخلي."

خو یو شمېر فعاله نجونې په کندز ولایت کې د ښځو لپاره د ځانګړي ورزشي جمنازیوم د نشتوالي ترڅنګ، کورني محدیتونه، امنیتي ګواښونه او په ټولنه کې د ناسم دودونو حاکمیت هم د ورزشکارو نجونو پر وړاندې جدي ننګونې بولي.