د جنوبي وزیرستان خلک: د پاکستاني پوځ له هوايي'ډرون' کمرو پوزې ته راغلي یو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان پولې ته نژدې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې د پولې او سیمې د څارنې لپاره ډرون کمرې کاروي، خو دې کارخلک په تنګ کړي دي.

د جنوبي وزیرستان د سرې راغي یو شمېر قومي مشران او ولسي استازي وایي، دې کمرو د دوی شخصي حریم نقض کړی او که بندې نه شي، په اعتراض به لاس پورې کړي.

یوه ځایي اوسیدونکي عثمان مسید په وزیرستان کې د مشال راډیو خبریال ته وویل چې ولس د حکومت له دې کاره ډېر په تنګ شوی دی.

مسید زیاته کړه: "د ګرمۍ په موسم کې چې څومره خلک دي په کمرو کې دننه څملي، یوازې د دغې ډرون کمرې له وجې، موږ دا خبره کرنیل ته وکړه، خو هغوی وویل چې د امنیت مساله ده. د دنیا په یوه ملک کې به هم د چا عزت ته دومره خطره نه وي لکه څنګه چې د پوځ له ډورن کمرو نه زموږ عزت ته خطره ده."

پاکستاني ځواکونه په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال

د وزیرستان مخکیني سناتور صالح شا ویلي، د حکومت دا کار د خلکو ژوند ته لوی مزاحمت دی او باید ترې لاس په سر شي.

دوی وایي، پوځ یې په لوی لاس د کورونو بې پردې کولو ته ملاتړلې او کمرې د څو دقیقو لپاره د دوی د کورونو پر سر دروي.

د جنوبي وزیرستان اوسیدونکي د پاکستان له حکومته غواړي چې د دوی د عزت او دودونو درناوی وکړي او د څارنې کمرې غیر هستوګنیزو او غرنیو سیمو ته ولېږدوي.

د سویلي وزیرستان ځایي چارواکو بیا ویلي، د خلکو غوښتنې یې اوریدلي او غور پرې کوي.

جنوبي وزیرستان هغه قبایلي سیمه ده چې د پاکستان پوځ له ۲۰۰۵ کال راهیسې په کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات کوي.

دغلته ۲۰۰۹ کال کې د پوځ عملیاتو شااوخوا پنځه لکه کسان له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ کړل.

له دې پنځه کاله وروسته یعنې ۲۰۱۴ کال کې څنګ لوري شمالي وزیرستان کې ورته عملیاتو شااوخوا یو میلیون کسان بې ځایه کړل او سوداګرۍ او کاروبارونه یې ټکني کړل.

له دې عملیاتو وروسته د پاکستان پوځ د طالبانو پرضد د بریا اعلان کړی، خو ځایي اوسیدونکي وایي، طالبان بېره د منظمېدو په حال کې دي.

دغو سیمو کې د پوځ د یو شمېر کړنو او ځورونو په غبرګون کې ۲۰۱۸ کال کې پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شو چې له محدودیتونو سره سره خپلو مدني مبارزو ته دوام ورکوي.