د ایران نګهبان شورا ولسمشریزو ټاکنو ته د ځینو نوماندانو ردول بیا ارزوي

ایران کې انتخابات

په داسې حال کې چې د ایران نګهبان شورا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یوازې ۷ نوماندان تایید کړي، خو د ایران مذهبي مشر په ظاهره پر دې کار نیوکه کړې.

اوس دغه شورا وایي، د نوماندانو ردول له سره ارزوي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د جمعې (د غبرګولي ۱۴مه) په ورځ یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، د ځینو نوماندانو د واکونو د ارزونې پر مهال له هغوی سره ظلم شوی دی.

که څه هم ښاغلي خامنه یي کوم ځانګړي بنسټ ته د ملامتیا ګوته ونه نیوله، خو ایران کې همدا نګهبان شورا د کاندیدانو د لېست پرېکړه کوي.

دې شورا د شپږ سوه نوماندانو له ډلې یوازې ۷ تایید کړي او نور یې رد کړي دي.

خامنه یي د جمعې په خبرو کې له ایرانیانو وغوښتل چې د جون د اتلسمې په ټاکنو کې ګډون وکړي: "که بې نظمۍ او یا هم کمزورۍ موجودې وي، موږ یې باید د ټاکنو له لارې سمې جبران کړو، نه له ټاکنو پرته."

د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د ځینو اصلاح غوښتونکو نوماندانو نومونه لېرې شوي دي.

دې ډله کې د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري، د کورنیو چارو پخوانی مرستیال مصطفی تاجزاده او د استازو جرګې پخوانی نایب مسعود پزشکیان شامل دي.

خامنه یي له ایرانیانو وغوښتل چې د جون د اتلسمې په ټاکنو کې ګډون وکړي

د پارلمان پخواني مشرعلي لاریجاني او د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي ایت الله روح الله خمیني لمسي حسن خمیني ته د کاندیدېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

له دې وړاندې د نګهبان شورا غړي صادق لاریجاني د نوماندانو په ردولو کې د امنیتي ادارو پر لاسوهنې انتقاد کړی و.

د ایران پخواني ولسمشرمحمود احمدي نژاد بیا دا ټاکنې ځکه تحریم کړې چې نوماندې یې رد شوې ده.

د ځینو نوماندانو د واکونو د ارزونې پر مهال له هغوی سره ظلم شوی.

احمدي نژاد له حسن روحاني مخکې دوه ځله د ولسمشرۍ دوره بشپړه کړې.

د ایران اوسني ولسمشرحسن روحاني هم دوه پړاوه ولسمشرۍ کړې او اوس د کاندیدېدو قانوني حق نه لري.

د ایران د تېرکال پارلماني ټاکنو کې د رایو په شرایطو برابرو شااوخوا ۵۷ فیصده خلکو رایې ونه کارولې، ځکه هغو ټاکنو ته زرګونه اصلاح غوښتونکي او منځلاري له ګډون او نوماندۍ بې برخې شوي وو.