د لغمان والي: ځینو ځواکونو بې له جګړې او مقاومته امنیتي پوستې طالبانو ته پرېښي

ارشیف، یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونه

پر مهترلام ښار د طالبانو له پروني برید وروسته، د دې ولایت والي وايي، ځینو امنیتي او دفاعي ځواکونو بې له کومې نښتې طالبانو ته پوستې ورپرېښې دي.

رحمت‌الله یارمل د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۳» په مهترلام ښار کې رسنیو ته وویل، د وظیفوي غفلت په تور یې د دې ولایت د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال معلم قسیم په ګډون ۱۱۰ تنه نیولي چې کابل ته لېږدول کېږي.

ښاغلی یارمل زیاتوي: "په لومړۍ ورځ‌یې پر قران سوګند او ژمنه کړې چې د خاورې او دندې خیال به ساتي او له لوېشت لوېشت خاورې به دفاع کوي. نن چې ډز په هوا کې نه‌دی شوی، راځغلې او له ما تېر یې. د امنیت ملي د اوپراتیفي مرستیال په ګډون ۱۱۰ تنه، همدا اوس‌یې کتاروي او کابل ته‌یې لېږدوي. لوی بدلونونه راځي. ۲۰ کاله مو وساتل، ۲۰ کاله‌یې غصبونه وکړل، رتبې یې واخیستې، پیسې یې پیدا کړې، لوړو ځایونو ته ورسېدل، نن ډز په بادپښ کې نه‌دی شوی، دی له ما تېر دی."

د لغمان والي رحمت‌الله یارمل

د لغمان والي دا ډاډ هم ورکوي چې ژر به وضعیت ښه شي.

بل‌خوا افغان پوځ وايي، د الینګار او الیشنګ په ګډون ګڼو سیمو کې پوځي عملیات لا هم روان دي.

پر مهترلام ښار د طالبانو برید د دې لامل شو چې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا او د ملي امنیت دوه مرستیالان جنرال عبادالله عباد او جنرال خوشحال سعادت لغمان ته ولاړ شي.

اوس پوځي چارواکي وايي، نه‌یوازې دا چې پر مهترلام ښار یې د طالبانو برید ناکام کړی، بلکې دې ډلې ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل، هلته‌یې له تېرې شپې راهیسې د مهترلام ښار سربېره ګڼو ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل کړي او طالبانو ته‌یې د درنې مرګ‌ژوبلې په ګډون ښه پرمختګ لرلای دی.

ښاغلی امان وايي: "په لغمان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات په شدت روان دي. هغه عملیات چې تېره شپه د مهترلام ښار په څنډو او د لغمان په یو شمېر ولسوالیو کې وشول، دښمن ته مو درنه مرګ‌ژوبله واړوله. ۵۰ طالبان مو ووژل او لسګونه نور یې ټپیان شول. اوس زموږ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د افغان پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا هم تېره شپه وویل، د لغمان مهترلام کې اوس له امنیتي پلوه کومه اندېښنه نه‌شته او سیمه کې د دوی پوځي عملیات روان دي.

جنرال ضیا د مهترلام ښار د سقوط په اړه د طالبانو پلان ناکام وباله.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه ادعاوې رد کړې او ازادي راډیو ته‌یې دغه‌راز وویل چې دوی د لغمان د سقوط پلان نه‌درلود.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د جګړې له پیل راهیسې یې نږدې ۳۷ امنیتي پوستې نیولې دي او دوی ته نه‌یوازې چې مرک‌ژوبله نه‌ده اوښتې، بلکې ډېر شمېر مهمات په لاس ورغلي، هغه ادعا چې ملي دفاع وزارت‌یې ردوي.