جاوېد افغان: د غزني د قره باغ بازار بند او ډېره برخه یې لوټ شوې

ارشیف،

د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، دغه ولسوالۍ له شااوخوا څلویښتو ورځو راهیسې کلابنده ده او دې چارې هلته خلک له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

کابل کې د قره باغ د ځوانانو استازی جاوېد افغان وایي، له ګڼو کلیو شااوخوا درې سوه کورنۍ بې ځایه شوي او د قره باغ بازار هم بند او ډېره برخه یې چور شوې ده.

له ښاغلي افغان سره د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین مرکه کړې او په پېل کې د قره باغ د تازه وضعیت په اړه پوښتلی.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له جاوېد افغان سره مرکه